زه ستاسې فعالیتونو ته هیله‌من یم

هیله من یم چې دلته به متفاوت بحثونه نشریږي. داسې یو څه چې  انسان پکې محور یا مهم وي. په افغاني ټولنه کې دا ډول هڅې خورا کمې دي؛ ډېره اړتیا ده، چې د ټولنې فکرونه اصلاح شي. جګړه به بس شي؛ خو د افکارو جوړول آسانه ندي او افغان روښانفکران باید پدې برخه کې ډېره خواري وکړي.
افغاني ټولنه د تحمل داسې چتر ته اړتیا لري چې د مختلفو باورونو انسانان تر یو واحد ارزښت(انسانیت) لاندې داسې راټول کړل شي، چې د دین او مذاهبو سره په ټکر کې واقع نه وي.
زموږ هیله دا ده، چې دا دریچه به هغه موضوعات وڅېړي چې زموږ په ټولنه کې یې ډېر لږ خلک د څېړلو جرأت ‌لري.
دا ډول بحثونه ایجادول د ولسي ويښتابه لپاره ضروري دي. هیله ده د انسان‌محوره بحثونو دا لړۍ یوازې تر یو ویب سایټ محدوده پاتې نشي او تر مجلې او آن ټلویزیون ارتقاء وکړي، له افغان روښانفکرانو مو هیله دا ده، چې خواره واره بحثونه پداسې یو ادرس کې راټول کړي. په آزادا فضا بحث او خبرې کول د انساني تفکر په ارتقا کې مهم رول درلودلی دی او لري یې، دغسې هڅه کول، زموږ په ټولنې کې خورا موثرې واقع کېږي. زموږ د ټولنې د انسان یوه ستره ستونزه دا ده، چې له خپل مفکوري مخالفت سره د نرم ډیالوک پر ځای فزیکي برخورد کوي، د سوټي، ټوپک او بلې وژونکې وسلې په ژبه خبره کوي. دا معرفت په افغاني ټولنه کې د زغم د پیدایښت یوه ستره هڅه ده.