په افغاني ټولنه کې د آزادو بحثونو لپاره د یو داسې پلټفورم اړتیا حېسېږي، چې د دې ټولنې هر وګړی وکولی شي، په آ زادانه توګه خپل نظریات او نړۍلید پکې مطرح کړي او پرمختللو ټولنو غوندې افغاني ټولنه کې هم د متضادو افکارو او باورنو ترمنځ نرم ډیالوک رامنځته شي. فیالحال دا پلټفورم د وېبپاڼې بڼه لري، ژر به د یوې مجلې په توګه د انسانمحور معرفت بحثونه خپاره شي او د امکاناتو په زیاتېدو سره موږ په یوه ټلویزیوني چینل کې د دې پلټفورم د متحوا د نشر آرمان لرو. د دې پلټفورم د عمومي کړنلارې له مخې پر غربي او شرقي ایډیالوژیو، افکارو، فکري مکاتبو او مفاهیمو؛ لکه: موډرنېټه، ډیموکراسۍ، سیکولریزم، فیمنیزم، په شرق او غرب کې د انسانانو پر لیدلورو، د ټولنې پر سنتو، دودونو، عقایدو، باورونو، د ماشومانو او ښځو پر حقونو، انساني آزادۍ، او د غربي او شرقي انسان د ژوندانه پر عمومي سټایل نقدونه هم خپرېدای شي. زموږ ادعا د آزادو بحثونو د یو بیستر رامنځته کول دي او هیله مو دا ده، چې په افغانستان کې د نوي معاصر قشر چې ډېری د معاصر انسان له تفکره دفاع کوي له هغه قشر سره چې د ټولنې له سنتي فکر څخه دفاع کوي یو نرم ډیالوک رامنځته شي. په افغانستان د انسانانو ترمنځ د فکر اختلاف د دې لامل شوی دی، چې له یو بل سره څلوېښت کاله فزیکي جګړه وکړي او پدې جریان کې یې پردیو ته زمنیه برابره کړې ده، چې زموږ هېواد ته فوځیان راولېږي او جګړه لا زور واخلي.
موږ هر وخت خپل بار پر نورو ور اچولی دی او وایو، چې نور موږ نه پرېږدي؛ خو تریخ واقعیت دا دی، چې افغانانو یو بل ندي سره زغملي، ډېری وخت د کلي او ښار جګړه پېښه شوې ده. په اوس وخت کې چې د ټولنې سنتي خلک د افغانستان د نظام پر وړاندې جګړه کوي، انساني اولیه سهلتونو ته لاس رسی نهلري، غواړي د خپلې کمترۍ احساس جبران کړي او دښارونو خلک تر برید لاندې ونیسي. زموږ باور دا دی، چې د ټولنې عمومي شعور ویښ نهشي خدایهمکړې له سولې وروسته به بیا زموږ جاهله طبقه پردي استخبارت زموږ د هېواد پر ضد کاروي. په افغانستان کې د شعوري ویښتابه بنسټونو هڅې خورا ټکنی دي، پدې برخه خورا زیات کار ته اړتیا ده.
وروستي