امريکا له کالونو افغانستان کې د خپل پوځي شتون او له لارې يې خپلو ګټو ته د رسېدو سياست او پالیسۍ درلودې. د سړې جګړې پرمهال چې شورويان افغانستان کې وو، امريکايانو له جهادي ډلو څخه په ملاتړ دوه موخې درلودې چې یوه يې تر لاسه او بله هغه مهاله پاتې شوه. د امريکا لومړۍ موخه دا وه چې افغانستان کې شوروي مات کړي؛ د شوروي اتحاد په ماتې امريکا دوه-قطبي نړۍ يو - قطبي کړه او د خپل هجمون کېدو لپاره يې اوسنۍ روسيه له مخې لېرې کړه. دا د امريکا ستره موخه وه چې ورته ورسېده. امريکا دغه موخې ته د رسېدو په پار يوازې روسيه په افغانستان کې تر لکۍ نه وه نېولې، بلکې له بېلابېلو لارو يې د پخواني شوروي اتحاد ستونی تربت کړی وو. د جهادي ډلو څخه د ملاتړ په سياست کې د امریکا بل هدف افغانستان کې نفوذ وو، خو دا چې امريکا لومړنی او اصلي هدف تر لاسه کړی وو، نو دا دويم ورته د کم اغېز په شمېر وو. امريکا ځکه په ۱۳۷۱ کال کې په افغانستان کې پاتې نشوه چې جهادي ډلو کابل کې داسې غوبل پيل کړی، چې امريکا هم ورسره په کې بدنامه او شرمېده.
سيمه کې د چين او ايران په څېرو د هېوادونو وړاندې تګ او د روسيې بيا را ژوندي کېدلو، امريکايانو ته دا انګیزه ورکړه، چې د افغانستان له لارې په سیمې کې بايد خپلې پښې محکمې کړي. د سپټمبر يوولسمه او اسامه بن لادن يې بهانه کړل او پر افغانستان يې پوځي بريد وکړ.
د حامد کرزي په وينا چې امريکا په دې شلو کلونو کې چې له کوم شعار سره راغلې وه او هغه ماموریت چې دوی يې ادعا کوله پوره نه کړل؛ امريکا نه ترهګري ختمه کړه او نه يې هم افغانان هوسا کړل، خو نورې کومې موخې يې چې درلودې خپلې يې کړې. په شل کلن پوځي شتون امريکا په سړه سينې په افغانستان کې د خپل بهرني سياست تشې ډکې کړې. افغانستان يې داسې کړ لکه خپل يو ايالت. موخو ته له رسېدو وروسته يې د سولې په نوم بهير پيل او له افغانستانه ځان نغاړي. دا چې د امريکا له وتلو وروسته افغانستان کې څه کيږي، له يو لیدلوري امريکا ته ډېره د اهمیت مسله نه ده او له بلې زاويې بيا امريکا د افغانستان پر سر له نورو، لکه روسيې سره معاملې کړې دي.
دا زموږ د افغانانو احساساتي او وياړي خبرې دي چې شوروي اتحاد مو دړې - وړې کړ، هر بل اشغالګر دې له شوروي پوښتنه وکړي، شوريانو افغانستان کې داسې ماته وخوړله چې تل به يې ياد ساتي.... دا به سمه وي چې شوروي اتحاد د امريکا په مقابل کې درې لسيزې وړاندې افغانستان کې ماته وخوړله، خو روسيه بيا دا درې لسيزې نه د افغانستان په څېر په جګړو کې وه او نه هم بیده وه چې د نړۍ له يون شاته پاتې شي. روسیه اوس وخت کې له امريکا سره په رقابتي سياست کې ده؛ شوروي اتحاد په اصل کې د سړې جګړې په ترڅ کې د امريکا پر وړاندې ماته وخوړله خو نن يې بيا ځان دومره کړی دی، چې د امریکا پر وړاندې دریږي او ورسره رقابتونه لري.
د امريکا لوبه داسې ده چې له افغانستانه په وتلو سره به له نورو سره د افغانستان پر سر معاملې وکړي. روسيه يو له هغه هېوادونو دی چې په افغانستان کې د خپلو ګټو سیاست او شتون ته لېوالتيا او علاقه لري. په دې وروستيو څو کلونو کې په ملموس ډول ښکاري چې روسیه د افغانستان په مسايلو کې لیواله شوې ده او د خپلو سياستونو د پلي کیدو په درشل کې ده.
روسیې په خپل تازه بهرني سياست کې چې د افغانستان په اړه يې لري هم طالبانو سره تار نیږدې کړی او هم يې د حامد کرزي په څېر اغېزناکې څېرې ځان سره کړې دي. د نړۍ له بل هر هېواد دا روسیه ده چې په مطبوعاتي ډول د افغانستان د دولت د سقوط او کورنیو جکړو ډول وهي. روسیه په دې سیاست سره لوبه داسې عياروي چې د امريکا له وتلو وروسته ورته اړتيا احساس شي او يا هم په دې بهانې چې له افغانستانه ورته ګواښ شتون لري دلته راشي.
تازه به مو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لافروف خبرې اورېدلې وي، چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو د دفاع يې ويلي دي. روسيه د افغانستان په شمال کې د طالبانو له خوا د جګړې په شدت کې رول لري او له بلې خوا يې په عمدي ډول تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته د افغانستان له خاورې امنيتي ګواښونه نېږدې کړي تر څو له پورته هېوادونو د دفاع په نوم خپل پوځيان تر پولې را نیږدې کړي او بيا د ګواښونو د ځپلو په نوم خپلې پښې افغان خاورې ته رادننه کړي.
افغانستان د نړۍ د سترو هېوادونو د سياستونو په يوې بلې لوبې کې غورځيږي او مسله دومره ساده نه ده چې د امریکایانو له وتلو به افغان حکومت او طالبان سره جوړه کوي او يا به هم طالبان افغانستان نيسي.
وروستي