نهه ورزشي سپارښتنې

   د ورزش او بدني چمتووالي په اړه ځینې حقیقتونه شتون لري، چې وزرشکاران ترې ناخبره دي، په دې ټکو باندې پوهېدل، کولای شي له هغوی سره مرسته وکړي، ترڅو د ورزش له لا زیات اغېز څخه برخمن شي. 

۱ ـــ په لوڅو پښو ورزش وکړئ:    که چېرې بوټونه وانه غوندئ، د وینې ښه او غوره جریان به تجربه کړئ، دا کار د هډوکو د ځواکمنېدو سبب هم ګرځي. په لوڅو پښو پلی مزل لاندې ګټې لري: لومړی: د پوستکي د روغتیا ځواک ډېروی. دویم: د پښو د ګوتو روغتیا. درېیم: د پښو بد بوی را کموي.

۲ ـــ د غوړ سوځېدنې له پاره یوازې نباید خولې شئ:   خولې کېدل د بدن د تودوخې د لوړېدلو نښه ده او یوازې د کالوري سوځېدنې د ډېرښت په مانا نه ده. د کالوري سوځېدنې تر ټولو غوره نښه د زړه درزا د کچې لوړېدل دي.

۳ ـــ د بدني چمتووالي د ډېرښت له پاره چیغې ووهئ:    له ذهن او غږ څخه ګټه اخیستل کولای شي فزیکي وړتیا زیاته کړي. ورزشکاران باید د الوتلو او ګوزار کولو پرمهال باید چیغې ووهي، دا کار نه یوازې په نفس باندې د اعتماد له ډېرښت سره مرسته کوي، بلکې فزیکي وړتیاوې هم ډېروي، دغه راز دا کار د ستړیا احساس هم را کموي.

۴ ـــ لنډ مهالی او شدید ورزش ترسره کړئ:    د دې له پاره، چې د خپل بدن غوړ وسوځوئ، لنډ مهالي او شدید ورزشونه ترسره کړئ. د دې کار له پاره یوه دقیقه شدید فعالیت ترسره کړئ او څو ثانیې استراحت وکړئ، د شلو دقیقو له پاره دا پروسه تکرار کړئ.
۵ ـــ له نورو سره مل شئ، ترڅو خپله انګېزه او تمرکز زیات کړئ:    غوره ده، چې په ډله ایزه توګه ورزش وکړئ، ترڅو انګېزه مو زیاته شي. په خپلو ورزشي موخو باندې تمرکز وکړئ.

۶ ـــ ځان له مشهورو کسانو سره مه پرتله کوئ:    هغه څه چې د مشهورو کسانو د ورزشي پروګرامونو په اړه اورئ، په بشپړه توګه پرې باور مه کوئ، هغوی لږ تر لږه په اوونۍ کې څلور تر شپږو ورځو پورې سخت تمرینونه ترسره کوي او ډېر ښه خواړه خوري. هغوی ډېره کمه کالوري ترلاسه کوي، هغوی په اوونۍ کې یوازې دوه ځله پیلاټس یا میګنا نه ترسره کوي. کله چې ځان له دې کسانو سره پرتله کوئ، نو خپله انګېزه له لاسه ورکوئ.

۷ ـــ کیفیت مهم دی نه کمیت:    یو ورزشي کارپوه په دې اړه وایي: که چېرې خلک وپوهېږي، چې د څومره ورزشي حرکتونو په ترسره کولو د غړو تناسب ته رسېږي، حیران به شي. هغه څه چې ترسره کوئ یې مهم دي. که چېرې وپوهېږئ د پښو په غړو باندې شل دقیقې ورزش، کوم حرکت په کوم شدت سره ترسره کړئ، نو پایلې ته به ورسېږئ. 

   ۸ ـــ خواړه له ورزش څخه مهم دي:   په بدن کې د بدلون له پاره ورزش دېرش سلنه په کار دی. په دې مسئله کې تغذیه او روحیه هم ډېره مهمه ده. تاسو د یوه کوچني ساندویچ په خوړلو سره، ښایي زر کالوریانې ترلاسه کړئ، خو باید په ساعتونو ورزش وکړئ، ترڅو یادې کالوریانې وسوځوئ.

۹ ـــ تر ټولو غوره وخت وټاکئ:      غوره ده، چې هوازي ورزش د سهار له مخې ترسره کړئ او په داسې حال کې چې ستاسو معده تشه ده، دا ډول ورزشونه ترسره کړئ، په دې توګه په بدن کې د کاربوهایډرېتو زېرمه پای ته رسېږي او بدن له زېرمه شویو غوړو څخه د لګښت او جوړښت له پاره ګټه اخلي.