افغانستان کې د ترکيې تازه ماموريت: ترکيه په کې څه ګټې او موخې لري


د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر جوبایډن او د ناټو سازمان مشرانو سره د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لېدنو کې دا هوکړه شوې، چې د ناټو او امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته به کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر چارې ترکیې ته وسپارل شي. ناټو او امريکا دې ماموريت سره راضي او ترکيه ورته خوښه ده. 

دوه لسيزې وړاندې چې په ۲۰۰۱ کال کې امريکا پر افغانستان پوځي برید وکړ، ترکيه يې ملاتړی هېواد وو. که څه هم ترکيې په پوځي برخه کې د امريکا ملاتړ ونه کړ او تر ډېره يې پوځي شتون نه درلود، خو افغانستان ته د امريکايي ځواکونو له تګ او د افغانستان په اړه د امريکا متحدو ايالتو او د هغې د ملګرو هېوادونو له سياستونو سره يې هوکړه درلوده. که څه هم ترکيه او افغانستان سره تاریخي او ديني اړيکې لري، خو په تېرو شلو کالونو کې د ترکيې اؤ افغانستان اړيکې د امريکا پر سياسيونو ولاړې وې. د افغانستان په اړه د ترکیې لېوالتيا د امريکا د سياست تابع وه. ترکیې په نيغ ډول افغانستان سره په دې شلو کالونو کې اړيکې نه دي نېږدې کړې، خو د افغانستان په اړه يې نه يوازې چې د امريکا سياست سره مخالفت نه دی ښوودلی، بلکې همکاري يې هم کړې ده. 

د ترکیې بهرنيو چارو وزير اکار ويلي دي چې که چېرې د ناټو او امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته دوی کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر مسوولیت وانه خلي، نو دغه هوايي ډګر به د ناامنیو او شونتیاوو د نشتون له امله وتړل شي؛ که داسې وشي نو افغانستان کې به ډېری هېوادونه خپل سفارت خونې وتړي او افغانستان به د نړۍ يو منزوي هېواد شي. 

افغانستان کې د ترکيې د تازه ماموريت په اړه د ترکيې بهرنيو چارو وزير ويلي دي، چې دا ماموريت به غبرګون راپورته کړي او طالبانو ته به د منلو نه وي. د نوموړي په وينا چې په ۲۰۰۱ کال کې ترکیه د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته لاړه او اوس چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهير دي، نو ترکیه به هم له ناټو سره يو ځای وځي. د ترکیې د بهرنیو چارو پخواني وزير حکمت سېټين ويلي دي، چې که چېرې ترکیه په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په اړه د طالبانو هوکړه ونه لري، نو ترکیه به يوه ستره تېروتنه وکړي چې سخته به ورته تمامه شي. هغه د طالبانو هغه دریځ وړاندې کړی چې ویلي دي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان کې د هیڅ کوم بل هېواد له شتون سره هوکړه نه لري. 

افغانستان کې د تازه ماموريت څخه ترکيه دوه موخې لري؛ لومړی دا چې ترکيه غواړي په دې سره د ناټو سازمان يو داسې همکار پاتې شي چې حساب پرې وشي او تشې پرې ډکې شي؛ له بلې خوا ترکيه په افغانستان کې د خپل تازه مسووليت سره امريکا ته ځان نېږدې کوي چې د ترکيې او امريکا پر اړيکو به ښه اغېز وکړي. 

ترکيې له روسیې د اس ۴۰۰ توغندیو سېسټم معامله لري؛ دغه مزايل کولی شي چې د ناټو جېټ الوتکې رانسکورې کړي. ډ ترکيې او روسيې ترمنځ د اس ۴۰۰ مزايلو سېسټم معاملې د امريکا او ترکيې اړيکې خړې - پړې او کړکېچنې کړې. د ولسمشر جوبایډن او ولسمشر رجب طیب اردوغان په وروستی لېدنه کې چې د افغانستان په اړه شوې؛ د اس ۴۰۰ توغندي سېسټم پر سر د امريکا او ترکيې ستونزه شاته شوي او دغه دوه هېوادونه د افغانستان په مساله کې د همکارۍ نوي پړاو ته سره دننه شوي دي‌‌.