د دارفور لويديځ ته په نښتو کې 21 تنه وژل شوي

د سوډان د پوځ وياند سورامي خالد سعد په وينا، د دارفور په لويديځ کې پوځ د تيريدو په حال کې و ، چې د ياغيانو له بريد سره مخ شو.
دغه بريد د سوډان د عدالت او برابرۍ د مليشو او د سوډان دخلکو د ازادي بښونکي پوځ لخوا پر حکومتي ځواکونو تر سره شوی. د نوموړي وياند په وينا په دې نښته کې کې 21 تنه وژل شوي ، چې اته کسان يې پوځيان او پاتې يې ياغيان دي.
د يادولو وړ ده، چې د دارفور په سيمه کې له 2003 ز کال وروسته سختې نښتې وشوې، چې په ترڅ کې يې 300 زره کسان ووژل شول.