د پياز ټوټه کېدو پر مهال له سترګو د اوښکو بهېدل ګټه لري؟ 

دا به مو تجربه کړي وي چې کله پياز ټوټه او ميده کوی نو سترګې اوښکې کوي. په عام ډول هم دا باور موجود دی چې دا ډېره ښه ده چې د پيازو له امله سترګې اوبه وکړي او اوښکې ورڅخه وبهيږي؛ دا د سترګو لپاره ګته لري او سترګې مېنځي. دې لېکنه کې يو شمېر هغه طبي ګټې در سره شريکو چې د پياز ټوټه کولو پر مهال يې سترګو ته رسيږي. 

۱- پياز په ښه اندازه بي ويټامين لري. د بي ويتامين ګټه دا ده چې د سترګو له سوروالي مخه نيسي. هغه مهال چې پياز ميده کوی نو چې کله سترګې اوښکې وکړي، بيا د سترګو د سوروالي ناروغۍ باندې نه اخته کېږی. 

۲- پياز له سي ويټامين هم غنی دی؛  کله چې د سي ويټامين سترګو ته ورسيږي نو سترګې له التهاب کېدو يا inflammation ساتي. ويټامين سي همدا ډول د سترګو عضلو د کمزوري کېدو مخه نيسي. 

۳-   پياز سلفر لري. سفلر هغه ماده ده چې سترګو ته په رسېدو سره په سترګو کې اوبه پيدا کيږي او له سترګو څخه د اوښکو بهېدو لامل کيږي. دې سره د سترګو د قرنیې برخه مېنځل کيږي. 

۴- د پيازو اوبه د سترګې  يوه ناروغي چې glaucoma نوميږي يانې د سترګې تور په کې اوبه کيږي مخنېوی کوي. 

۵- وړاندې مو وويل چې پياز په خپل جوړښت کې سفلر لري او دغه سلفر د پيازو د ټوټه کېدو پر مهال سترګو ته رسيږي. د سفلر بیله ګټه سترګو لپاره دا ده چې د سترګې لنز lens ورسره غښتلی کيږي او له بد څېزونو دغه لنز په دې ډول ساتل کيږي چې د اوښکو په وسيله ومېنځل شي. 

۵- پياز د phytochemicals په نوم يوه بله ماده هم لري چې د سترګو له التهاب مخه نيسي. 

۶- د پيازو اوبو بله ګټه دا ده چې سترګې لمدې ساتي او سترګې له وچېدو ژغوري. د سترګو لمدوالی د سترګو يو ښه حالت دی.