په خټه پښتون او پلرنی ټاټوبی يې پېښور وو؛ په (دليپ کمار) مشهور د بالېوډ سېنما لوبغاړی (محمد يوسف خان) ومړ 

د هندوستان د بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی دليپ کمار نن د ۹۸ کالونو په عمر ومړ. دی د  پېښور په قصه خواني کې زږېدلی وو. اصلي نوم يې محمد يوسف خان وو. د محمد يوسف خان پلار لعل غلام سرور خان سوداګر وو. پلار يې وروسته له پېښوره د هندوستان مهرشترا آيالت ته  کډه او هلته مېشت شو. د محمد يوسف خان مور عايشه بېګم نومېده. 

نوموړي په ۱۹۴۴ز کال کې چې هند او پاکستان سره وېشل شوي نه وو، په بالېوډ سېنما کې کار پيل کړ. لومړی فلم يې چې ده ته يې شهرت ورکړ، Jwar Bhata  نومېده. په ۴۰ لسيزه کې Jugnu او شهيد د دليپ کمار دوه نور ډېر کتل شوي او نندارې ته وړاندې شوي فلمونه وو. 

نوموړي په هندي، انګلېسي او يو شمېر نورو ژبو هم خبرې کولې شي. محمد يوسف خان تر اوسه خپله مورنۍ ژبه پښتو هم نه وه هېره کړې او پرې غږېدلی شو. دليپ کمار دوه ودونه کړي وو؛ سريا بانو  او اسما ساهېبا؛ له دوه کاله ګډ ژوند وروسته دليپ کمار او دويمه ميرمن اسما ساهېبا سه جدا شول. 

د هندوستان او پاکستان له وېش نېږدې ۱۳ کاله وروسته محمد يوسف خان د پښتنو له ستر مشر خان عبدالغفار خان سره د هندوستان په چينایی آيالت کې ولېدل. دغه فلمي ستوري په ځينو مرکو او مصاحبو کې له پښتنو او خپلې ژبې پښتو سره مينه ښکاره کوله. 

د يادونې ده چې د هندوستان د بالېوډ سېنما يو ګڼ شمېر مشهورې څېرې پښتانه/پښتنې دي چې کالونه وړاندې د خيبر پښتونخوا له پېښور او نورو سيمو هندوستان کډه شوي او هلته مېشت شوي دي.