امریکايي خبریال : امریکايي نظامي قومندانان صلیبیان دي


مشهور امریکايي خبریال سیمور هیرش د ډیموکراسۍ په هېواد کې له سختو نیوکو سره مخ شوې دی نوموړي څه موده وړاندې په قطر کې دیو پوهنتون محصلینو ته وینا درلوده دوینا په یوه برخه کې داسې راغلې دي : دامریکا وسله والو ځواکونو ته لیدلورې داسې کسان ټاکي ،چې بنسټپال صلیبیان دي او ارموخه ېې داده ،چې څرنګه مسجدونه پر کلیساوو واړوي .
ښاغلي سیمور هېرش په قطر کې دجورج ټاون پوهنتون دنړیوالو اړیکو په پوهنځي کې د ( داوباما – بوش بهرنۍ سیاست ) تر سرلیک لاندې لیکچر درلود . نوموړي دهمدې لیکچر په یوه برخه کې وویل : په افغانستان کې دامریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال سټانلي مکریستال یو له هغو جنرالانو څخه دی ،چې په کاتولیکو ټولنو کې غړیتوب لري او په کلکه دهمدې ټولنو څخه ملاتړ کوي خپله مکریستال دکاتولیک په ( اوبوس ډی او دمالطې اس ځغلونکو ) ډلو غړی دی .
نوموړی په پای کې وايي : دپخواني ولسمشر جورج بوش سلاکارانو تګلار په دې ډول وه ،چې څرنګه مسجدونه پر کلیساوو واړوي .
دیادونې ده ،چې دجنرال مکریستال ویاند دسیمور هیرش خبرې رد کړې دي .