د نړۍ د ۲۰ دينونو لنډ تاريخ، د پيروانو شمېر او بنسټيز اصول؛ تائوېزم/ Taoism - شپږمه برخه

د Taoism کلمه چينايۍ رېښه لري. دغه کلمه له دوه برخو جوړه شوې ده، چې Tao او  ism دي. د tao کلمه چې ځيني وخت Dao هم لېکل کيږي، په چينيايي ژبه کې د لارې، سمې لارې يا د ژوند لارې مانا ورکوي. د تاريخي موندنو پر بنسټ ويل کيږي، چې دغه دين له ميلاد څلور پېړۍ وړاندې منځ ته راغلی دی او د Lao Tzu لائو  تزو په نوم يو چينايي فېلسوف د دغه دين بنسټګر شمېرل کيږي، چې د خپلو فلسفي نظريو په پايله کې يې زيات شمېر کسان خپل او په پايله کې د  Taoism په نوم دين منځ ته راغی. 

د تائوېزم ځيني اصول: 
د دغه جوړ شوي دي ترټول ډېره منل شوې او اساسي لېکنه يا کتاب د تائو ټي چېنګ  Tao Te Ching په نوم ده او باور داسې دی، چې دغه لېکنه له ميلاد وړاندې د دغه دين بنسټ اېښوودنکي Lao Tzu لائو  تزو کړې ده. 

- د تائوېستانو يوه عقيده دا ده چې د دوی دغه سپيڅلي لېکنه يا  تائو ټي چېنګ  Tao Te Ching به تل پاتې وي او دوی د خپلې عقيدې بنسټ په همدې لېکنه کې پر شته خبرو څرخوي. 

- دوي مړي په خاور کې دفن کوي، خو پنځه ورځې پر مړي داسې وير کوي، چې موسقي ورته غږوي او همدا ډول د جسد شاووخوا چای، وريجې، شمعې او نور شيان ږدي. 

- شاعري او هنر د دوی د عقيدې يوه برخه ده؛ دغه دوه چارې په دغه مذهب کې مذهبي کسان تر سره کوي او د قدر په سترګه ورته کتل کيږي. 

- دغه طريقه هم اوس په ډېرو برخو وېشل شوې ده، ځيني پيروان يې د حيواناتو حلالو ممنوع ګڼي او ځيني نور يې بيا د خوراک په پار يو شمېر ځانګړي حيوانات لکه د خنځير غوښه خوري. 

- د دوی سياسي باور دا دی چې د يو مرکزي حکومت پر ځای بايد حکومت شتون ونه لري او د تائوېزم دين د اصولو لاندې ژوند کړي. مطلب دا چې د دوی د اناشېزم ملاتړ کوي. 

د دغه لارې پلويان ترټولو ډېر په چين کې دي. د چين څېرمه نورو هېوادونو کې هم په يو کم شمېر شتون لري. د تائوېزم په اړه کره شمېرې نه شته خو ويل کيږي، چې چين کې د دوی شمېر نېږدې ۱۷۳ مېلېونه دی، چې د چين د ټول نفوس ۱۳ سلنه جوړه وي، تائوېستان دي. په ټوله نړۍ کې د تائوېستانو شمېر تر ۱۸۰ مېلېونه رسيږي، چې غوڅ اکثريت يې په چين کې اوسي. 

د پيروانو پر بنسټ تائوېزم په نړۍ کې اووم هغه دين دی چې ډېر پيروان لري. د تر سره شوې شمېرو پر اساس عيسويت لومړی، د اسلام مبارک دين دويم او هندويزم نړۍ کې درېيم تر ټولو ډېر وګړيز دينونه دي.