
توره شپه وه، چپه چوبتیا د کوټې په محوطه کې خپره وه. پرته د ساعت له ټکري هېڅ اواز نه اوریدل کېده؛ تورو دیوالونو خولې را لګولې، خوب د سترګو له لیمو الوتی وه. همداسې دقیقې او ساعتونه تېریدل، خو په سترګو کې د خوب نښه هم نه لیدل کېده.
ناڅاپه د خیالاتو نړۍ له ځانه سره یوړم!
په خیالي نړۍ کې مې د خپلو هیلو او ارمانونو جونګړه جوړوله، د جونګړې په جوړیدو کې مې هره ډبره په ډېره مینه ایښودله؛ د هرې ډبرې په ایښودو سره به مې په زړه کې یوه نوې هیله را ژوندۍ شوه.
بالاخره جونګړه مې د زړه په ستنو او د هیلو په ډبرو و رغاوله.
ظالمه نړۍ!
د سېلاب خړې او ظالمې څپې راغلې او زما ښکلې جونګړه یې ړنګه کړه.
نا څاپه مې له خولې چیغه ووته اه! زما ښکلې جونګړه!