د اخلاقو فلسفه 

د اخلاقو فلسفه د فلسفې هغه برخه ده چې د اخلاقو علم په اړه د بنسټيزو پوښتنو په اړه استدلال وړاندې کوي. د فلسفې په دې څانګه کې د سم او ناسم په اړه مسايل بحث کيږي. د اخلاقو فلسفه کې د ښه او بد، سم او ناسم، تقوا او فساد/ګناه، عدل او جرم په اړه تعريف کوونکې نظريې وړاندې کيږي او د انساني اخلاقو په اړه پوښتنې په کې ځوابيږي. 

د پورته بنسټيزو مسايلو په اړه پوښتنې په دوه برخو وېشل کيږي: مابعدالطبيعت او نورموني اخلاق؛ د اخلاقو فلسفه له همدې دوه برخو جوړه شوې ده. د اخلاقو فلسفه د اخلاقو د علم يو مهم چلند دی؛ تر هغې چې د اخلاقو فلسفه او د هغې بنسټيزې پوښتنې وړاندې نه شي؛ د اخلاق او اخلاقیاتو په اړه پوره پوهاوی نه شي تر لاسه کېدلی. 

- د اخلاقو فلسفه دا درې سترې کاري ساحې لري چې اوس وخت کې منل شوې او پېژندل شوې دي: 
۱- میټا اخلاق
، د تیوریکي مانا او د اخلاقي وړاندیزونو حوالې پورې اړه لري، دا چې د هغې د واقعيتونو ارزښتونه ټاکل کيږي؛ 
۲- نورماتي اخلاق، د يوې کړنې اخلاقي بهير د عملي وسايلو په وسيله ټاکي؛ 
۳- پلې شوې اخلاق، په دې اړه بحث کوي چې يو کس ته په يو ځانګړي وضعيت کې د څه ډول کړنې د تر سره کېدو اجازه ورکړل شوې او يا يې په کولو اړ شوی دی. 

د اخلاقو فلسفې موضوګانې له سیاسي فلسفې، د قانون/حقوقي فلسفې، ټولنپوهنې او ارواپوهنې سره نېږدې دي؛ ځيني ځانګړي مسايل او موضوع ګانې چې د اخلاقو فلسفه يې په بر کې نيسي دلته راوړو. 
۱- خير او شر: دا پرېکړه کول چې څه ښه او څه بد دي، د انسان ذهن يې د ارزښت ورکونې وروسته کوي. کله چې د يو څه ښه والی او بد والی د انسان په ذهن کې ومنل شو؛ له هغې  وروسته دا پرېکړه کيږي چې کوم څه خير دی او کوم شر دی. دا چې د انسانانو ارزښت ورکونه قراردادي او که غريزي بنسټ لري په اړه يې غوڅ ځواب شتون نه لري خو  يو څه ته د خير او يا شر ارزښت ورکول؛ ځيني يې فردي کړنه/درک بولي او ځيني بيا دا ټاکنه ډله ييزه شمېري. د خير او شر په اړه دا نظريه ډېر منل شوې ده چې د ځای او کلتورونو په چوکاټ کې د خير او شر تعريفونه کيږي. 

۲- سم او ناسم: د اخلاقو فلسفه دا مساله وړاندې کوي چې په غوڅې پرېکړې سره نه شو ويلی چې هر هغه څه چې سم وي بايد ښه هم ووسي، خو په ارزښت ورکونه کې سم او ښه سره مساوي کيږي. د يوې کړنې سموالی او ناسموالی لومړی په دې څرګنديږي چې تر سره کوونکی يې له اخلاقي کونج وکتل شي؛ د کړنې له تر سه کېدو وروسته يې پر نورو اغېز کتل کيږي او دې پرېکړې ته رسيږو چې کړنه سمه او که ناسمه وه. 

۳- عدالت: د اخلاقو فلسفه کې عدالت يو پيچلی او ګنګس کوونکی بحث دی. کومه کړنه عادلانه او کومه غېر عادلانه ده، پرې زيات بحثونه شتون لري. ارسطو له ميلاد وړاندې د عدالت په اړه داسې ويلي؛ هره هغه څه چې سم او ښه وي، هغه عدالت دی. د اخلاقو فلسفې په برخه کې د عدالت بحث په دې لا ډېر پيچلی شوی دی چې ځيني عدالت په طعبيي بڼه ګوري او طعبيي عدالت ته لومړيتوب ورکوي؛ نور بيا قانوني عدالت د ښه او سم ميعار حسابوي.