د ټولنيز او سياسي سمون په پار مبارزه فردي نه بلکې ډله ييزه او ګڼيزه بڼه اخلي. مبازره له ځان پيليږي او نور په بر کې نيسي. د اوس وخت مبارزه او فعاليت له لسيزو او پيړو وړاندې مبارزو سره توپير لري؛ د ګاندي او مندېلا وخت له اوسنۍ ۲۱مې پېړۍ سره توپري دی. په تېر کې ښايي د مالي سرچينو او مالي شونتياوو رول په مبارزه کې ډېر بنسټيز نه وو، خو په اوسني دور کې د مادي امکاناتو او مالي شونتياوو پرته مبارزه پڅه، سسته او يوازې شعاري کيږي.
له مادي امکاناتو او مالي مسايلو موخه دا ده چې تر ټولو لومړی يو مبارز بايد د خپل ځان او خپلې کورنۍ د مالي بسيا وړتيا او حل لارې ولري. هر کله چې د ځاني او کورنيو ستونزو يو څه زړه - بي - غمه وي نو بيا يې د مبارزې انرژي متمرکزه او فعاله وي. که دا ووايو چې د اقتصادي لومړنيو اسانتياوو پرته به يو کس په زړه بې غمه ډول سره مبارزه وکړي يو څه خيالي مساله کيږي.
که چېرې د هېواد اوسني وضعيت ته وګورو نو د شته اقتصادي ستونزو په پام کې نېولو سره ډېری ځوانان لومړی اړ دي، چې د خپل ځان او کورنۍ اقتصادي وضعيت ته وګوري؛ کار وکړي، دنده تر سره کړي او حلاله روزي پيدا کړي. کله يې چې دغه ستونزې تر يوې کچې مهار او حل وي، نو بيا ور سره د خپلې ټولنې، هېواد او ولس د هوساينې ژور فکر هم پيدا کيږي او په عملي بڼه يې په پار، لاس په کار کيږي.
مبارزه په دې ډول اسانه او ښه شونې ده چې يو څوګ درته ټول مادي او مالي امکانات برابر کړي، پيسې او دفتر در کړي، د خلکو د جذب او پورته کولو لپاره نورې اسانتياوې شتون ولري، خو په حقيقت کې بيا دا مبارزه نه بلکې د يو بل چا په لارښوونه د هغې لپاره کار، ماموريت او دنده تر سره کول دي. که بيا چېرې هغوی چې يو څوګ يې په پار مبارزه کوي او په مقابل کې يې امتيازونه ورکوي؛ هغه کس له بهر څخه تمويليږي؛ نو په داسې بڼې نه کار دی او نه مبارزه او نه دنده؛ دا بيا هېواد او ولس خرڅونه ده.
اوس که پورته پوښتنه په خپل فکر کې واخلو؛ د هېواد له شته وضعيت ځوريږو؛ غواړو د بدلون لپاره يې کار وکړو، سمون رامنځ ته کړو؛ د ولس درد ته ملهم پيدا کړو خو دا مسايل په خوله او ژبه په ساده ډول نه کيږي. لومړی خو به د رسمي دندو او کار - بار يوه برخه مبارزې ته ځانګړې کوو او له بلې خوا به مالي امکانات په لاس کې نه وي. پايله به دا کيږي چې يو ځوان يا له مبارزې لاس پر سر شي او يا هم د مبارزې په نوم خرڅ شي. د ستونزې حل داسې پيدا کولو شو، چې رېښتنې مبارزې لپاره ځان بسيا او په خپله مبارزه کوونکي هم د ځان او د هم د مبارزه لپاره سرچينې ولري.
زه به يې په يوې بېلګې کې څرګنده کړم: فرض به داسې وکړو چې غواړو د سولې لپاره مبارزه وکړو. د سولې په پلوي او د جګړې د کرکې غږ په ولس کې خپور او د ښکلېو غاړو تر غوږونو يې ورسو. دې لپاره به لومړی ملګري سره ټوليږي؛ د ناستو جوړولو، ولس خبرونې او ملاتړ، پر ښېکلو خواوو د اغېز او د يون د غښتليتا لپاره به طرحې او منظم پلانونه جوړيږي. دغه لومړنيو موخو ته د رسېدو لپاره به د ناستې ځايونه، د تګ - راتګ خرڅ، خوراک او نورو لګښتونه شتون ولري. اوس چې پيل شوې مبازره د مالي مسايلو پر بنسټ له خنډ - ځنډ سره مخ نه شي نو لومړی بايد دا مبارزه مطرحه شي چې څنګه د يوې خپلواکې او رېښتنې مبارزې لپاره مالي سرچينې پيدا کړو؟ مبارزه کوونکي کولی شي چې د اصلي مبارزې وړاندې چې اوس ورته يوازې تياری نېول کيږي، په لومړي ګام کې د کار تقسيم وکړي. هغوی چې يو څه پانګونه لري په داسې بڼې پانګونه وکړي چې په خالي ميدان نه وي، بلکې د ګتې - وټې تمه ترې ولري. هغوی چې اقتصادي وضعيت يې يو څه ښه نه وي د کم معاش او مالي امتياز په بدل کې، نور چارې په غاړه اخلي. دلته دوه چارې وشوې؛ شتمنو ملګرو په داسې بڼه پانګونه وکړه چې ګټه لرونکې ده او هغه مبارزه کوونکي چې د دوی د پانګونې په پايله کې په رامنځ ته شوي جوړښت کې دنده اخلي له بي کارۍ خلاص شول. دې ډول سره يو سهامي شرکت يا ونډه لرونکی کار جوړ شو.
اوس چې کله په دې لومړي ګام کې تر بريا ورسيږي، ورپسې سياسي او ټولنيزه مبازره پراخه او غښتلې شي. تاسې به سياسي ګوندنو کې لېدلي وو، چې غړي د ګوند لښګتونو په پار د حق العضويت په نوم پيسې پرې کوي. د حق العضويت پيسې په کمې اندازه وي، که چېرې د يو سياسي ګوند لګښتونو ته وکتل شي، نو ښايي چې د حق العضويت پيسې يې د يوې ورځې خرڅ هم پوره نه شي کړی. همدا لامل دی چې سياسي ګوندونه يا ځان په نورو پسې تړي او يا هم د سقوط تر پُل رسيږي.
اوس چې سهامي شرکت جوړ شو او د شرکت د وجود او منځ ته راتګ انګېزه هم د سياسي او ټولنيزې مبارزې په پار وه، نو ونډه لرونکي د خپلې سوچه ګټه يوه برخه- د بېلګې په ډول پنځه سلنه د مبارزې لپاره ځانګړې کوي. د کوچني کار او بار پنځه سلنه پيسې هم ډېرې پيسې دي. د سهامي شرکت دغه پيسې د هغه کسانو دي چې دوی يې له خپل حلال کار او پانګې څخه تر لاسه کوي. په دې سره دوی په خپلواکه ډول رېښتنې مبازره کولی شي.
پايله کې دا وايم چې مبارزه د شعار په بڼه نه بلکې په عقلانيت تر سره شي. په عقلانيت مبارزه دا مانا چې اوسني او راتلونکي خنډونه وکتل شي؛ دا بې مانا خبره ده چې د مبارزې لپاره هېڅ مادي او مالي امکاناتو ته اړتيا نشته؛ يوازې هوډ او اراده په کار ده؛ د هوډ او ادارې مبازره تر واټس آپ او فېسبوک پوري محدوده او ټاکلې وي. که چېرې هم فکره او مبارز ملګري د مبارزې له رسمي شروع وړاندې په يو سوداګريز پيل کې سره يو شي او بيا سوداګريز پيل د اصلي موخې په پار وکاروي نو بنسټيزه او تغيرونکې مبارزه به رامنځ ته شوې وي.
يادونه: دا چې د يوې اغېزناکې او نه - تړلې مبارزې لپاره څنګه سهامي شرکت جوړ شي، په بله لېکنه کې يې ولولئ.
لېکوال سره اړيکه: واټس آپ شمېرې: 79162384666+ ---- 0093766900007
وروستي