که د افغانستان شته وضعيت مو ځوروي نو د سمون په پاره يې څنګه او له کوم ځای بايد مبارزه پيل کړو؟ 

دوه متضادې مسالې شتون لري؛ يو وايو چې افغانستان له تېرو څلورو لسيزو راهيسې په ناورين او جګړې کې دی او له بلې  خوا وايو چې له څو لسيزو راهيسې د افغان ولس فکر او زده کړې لوړې شوې؛ سياسي او ټولنيزه وېښتيا يې زياته شوې، ځوانان يې هغه پنځوس کاله وړاندې فکر نه لري؛ د جګړې ضد، د سولې او پرمختګ مفکورې يې اخېستې دي. اوس که چېرې هېوادپاله کړۍ پراخه او وېښه شوې وي، نو بيا په څنګ کې ور سره د جګړې او ورور وژنې لړۍ بايد دومره نه وه غځېدلې او دومره غير انساني نه وای څومره چې ده. که جګړې او روان وضعيت ته وکتل شي او دا مساله ژوه وکتل شي چې خلک اوس هوښيار او ځوانان ويښ دي، نو مساله ټکري ده. په ويښو او هېوادپاله ټولنو کې جګړې او بدبختي کميږي او ورکيږي؛ سوله، هوساينه، رفاه او پرمختګ يې ځای ناستي کيږي. 

دا مساله موږ هم منو چې د تېر په پرتله په دې تېرو شلو کالونو کې ولس کې د زده کړو کچه په کيفي او کمي اړخونو کې ډېره شوې ده؛ خلکو کې د هېواد پالنې او په هېواد د زړه سوځېدنې حس محکم شوی دی؛ له نړيوالتوب زده شوې دي چې تاوتريخوالی او جګړې حل او بريا نه بلکې بدبختۍ او ناکامۍ دي. په دې تېرو شلو کالونو کې د ناخوالو او جګړو پر وړاند غږ هم پورته شوی دی. دواطلبه مبارزه هم شوې ده او قربانۍ هم ورکړل شوې دي، خو بيا يې هم دردونه او ټپونه ملهم کړي نه دي. لاملونه يې خورا ډېر دي. مبارزې د هغه موخو لپاره شوې دي چې لنډمهاله او شعاري وي؛ شخصي او د ګټې - ګوټې وي؛ غير منظمي او بې مديرته وي؛ د حامي او پيرو په بڼه د نورو په ګټه وي. 

که د سترو مبارزينو کړنو او افکارو ته وګورو دوی له ډېرې ټيټې نقطې پيل کړی او ډير لوړو ته رسېدلي دي. ګاندي د انګلېس استعمار پر وړاندې په سوله ييز ډول د خپلې مبارزې يو اړخ self-suffering يا ځان ځورونې ته ورکړی وو. ځان ځورونه يا self-suffering په دې مانا چې په ځان يې سختي راوستله او له هغه څه سره به يې پرېکون کولو چې په کولو سره يې انګريزانو ته ګته رسېدله. د بېلګې په ډول انګليسي توليدات يې نه کارول بلکې په ټيټې کچې يې خپل هندي توليداتو څخه ګټه اخېستله؛ کاري اعتصاب به يې کولو، خو د انګليس تر سلطې لاندې يې ښه دنده نه تر سره کوله. هغې په دې ډول مبارزه شروع کړه؛ مبارزه په داسې بڼې سره چې ورته شونې او د عمل وړ وه. موخې يې ورڅخه ډېرې او لوړې وې. اوس که موږ او تاسې هم د افغانستان له روان وضعيت ځوريږو نو په دې خبرو او شعارونو نه کيږي، چې حکومت، فلانۍ ډله يا فلانی کس؛ زنده باد او مرده باد. له داسې لارې دي پر مبارزې فکر وشي چې ډېره خيالي نه وي او پايلې يې تر يوه بريده د لمس وړ وي. 

که چېرې په دې مو زور نه رسيږي چې حکومت کې په مستقيم ډول تغير رامنځ ته کړو او يا هم هغوی چې د افغانستان په قضيو کې ښکېل دي، نيغ په نيغه اغېزمن کړو؛ داسې لارې وګورو چې نن نه بلکې سبا پرې پورته موخې تر لاسه کړو. که د بېلګې په ډول ووايم نو دا هر کس ته شونې ده چې سمون له ځانه پيل او او مبارزه په فردي بڼې شروع کړي. کله چې دغه پړاو بشپړ شي بيا شونې ده چې د کورنۍ غړي هم د ځان په څېر کړي. وخت به ونېسي خو دا اسانه او شونې ده چې د خپل فکر ملګري لومړي په خپلې کورنۍ کې ځان ته پيدا کړي. کله چې کورنۍ پرې راټوله شي نو بيا کولی شي چې د خپلې کورنۍ په دننه کې مبارزه يو څه پراخه اړخ ته کړي؛ چې خپلوان او نور په کې شامليږي، په خپلې مبارزې کې دننه کړي. دا لړۍ به اوږده کړي، تر کلي بيا تر قوم/ولسوالۍ، ورپسې ولايت او په پای کې به يې تر هېواد وغځوي او ملي بڼه به ورکړي. دا کار هم دومره اسانه او ژر کېدونکی نه دی لکه څنګه چې مو دلته پاس په يو څو کرښو کې لېکلی خو دا چې د مبارزې نوم اخېستل کيږي نو د دحوصلې او وخت خبرې ورسره حتماً ذهن ته راځي. 

موخه دا ده چې د هېواد د پرمختګ، خپلواکۍ او ژغورنې لپاره يا ولس لاس په کار کيږي او يا هم دولت. که چېرې سمون د ولس په منځ کې پيليږي نو ولس جوړونه/ملت سازي/ Nation building ورته وايي او که چېرې سمون له پاسه وي او حکومت د سمون او رفاه هڅې کوي نو دولت جوړونه/دولت سازي/State Building ورته وايي. اوس وخت کې د ټولنې د وېښې او ځوانې طبقې مبارزه به په دې بڼې چې دولت اصلاح کړي سخته  وي خو که چېرې د ولس له سمون يې پيل کړي نو پايله لرونکې به وي. 

که چېرې هېوادپاله وګړي/ځوانان د هېواد وضعيت لپاره د تغيیر مبارزه له ځان پيل، کورنۍ کې شريکه، د کلي کچې ته يې وغځوي، قوم کې يې خپره، د ولايت په سطحه يې بنسټزه کړي نو ژر به ملي شي او د ولس د رېښتني زور په بڼې به مطلوبي پايلې ته ورسيږي.