هالیوډ دجولیان اسانګ په اړه فلم جوړوي


دهالیوډ ادارې پریکړه کړې ده ،چې دویکیلیکس دڅښتن جولیان اسانګ په اړه فلم جوړ کړي پروډسران باري جوزفسون او مایکل کروم لګیا دي دجولیان اسانګ دژوندلیک ټول حقوق ېې وپېرل .
استرالیايي لیکوال اندرو فولر دجولیان په اړه د( په نړۍ کې خطرناک سړی ) تر سرلیک لاندې کتاب کښلې په کتاب کې له ماشومتوبه نیولې تر ځوانۍ پورې دجولیان ژوند انځور شوې دی لیکوال دې خبرې ته هم تم شوې دی ،چې ویکیلیکس څرنګه رامنځته شو دامریکا دحکومت ډیپلوماتیک او نظامي تیلګرافونه څرنګه رابربنډ شول .
جولیان اوسمهال په انګلستان کې دی .