افغانستان د کرونا مرګوني  ناروغۍ له درېيمې څپې سره مخ دی. هره ورځ د دوه زره شااوخوا نوې پېښې ثبتيږي او تر سلو کسانو د کرونا ويروس له امله مري. د کرونا ويروس د مديريت او مخنېوي په برخه کې د نړۍ ډېر پرمختللي هېوادونه هم له ستونزو او نېمګړتياوو سره مخ کيږي. په روغتونونو کې د بسترونو او ځای کمښت، د طبي اکسېجن کمښت، د روغتيايي کاروکونکو لږوالی او په تېزۍ د ويروس خپرېدل هغه ستونزې دي چې د امريکا او هندوستان په څېر هېوادونه هم ور سره مخ وو. 

افغانستان د کرونا ويروس سره د مبارزې په برخه کې يوازې نه دی. نړيوالې ټولنې او د افغانستان دوستو هېوادونو د دغه وبا پر مهال د افغانستان  لاس نېوی کړی دی. له روغتيايي وسايلو نېولې، بيا تر مالي مرستو افغانستان سره همکاري شوې دي. حکومت هم د قرنطين پر مهال له خلکو سره د مرستې بهيرونه پيل کړي خو د پراخه فساد له امله د افغانستان حکومت روغتيايي تياري او بشري مرستې هغوی ته نه دي رسېدلي چې وړ يې دي او هم په داسې بڼې نه دي رسېدلې چې پرته له توپيره ټول ترې برخمن شي. "کرونا جدي ونېسئ" دا د افغانستان د حکومت شعار دی چې د کرونا ويروس سره د مبارزې برخه کې د همدې شعار لاندې مبارزه کوي. څنګه خلک بايد له کرونا خوندي پاتې شي؟ څنګه روغتيايي سپارښتنې پلې کړي؟ څنګه د ويروس د خپرېدو مخه ونېول شي؟ او ورته نورې لارښوونې حکومت د عامه پوهاوي له لارې تر خلکو رسولې دي او خلکو هم تر ډېره بريده دا زده کړې چې کرونا ويروس څنګه ناروغي ده او څنګه ترې ځانونه وساتي. 

څو مياشتې وړاندې افغانستان کې د کرونا ويروس ضد واکسين رسمي بهير هم پيل شو. افغانستان سره لومړي پړاو کې هندوستان د واکسين مرسته وکړه او ورپسې چين ورته خپل جوړ کړی واکسين را ولېږلو. افغانستان کې د کرونا ويروس دا درېيمه روانه څپه نه وه پيل شوې، چې د واکسين بهير په کې رسماً پيل شو. که چېرې افغانستان سره د کرونا ويروس ضد واکسین په ښه ډول تطبيق شوی وای، نو درېيمه څپه به دومره مرګوني او پراخه نه وای څومره چې اوس روانه ده. د واکسين په تطبيق سره به له يوې خوا خلک په دې مرګوني ويروس ډېر نه وای ککړ شوي او له بلې خوا به پر حکومت هم دا فشار کم وای چې ويروس څنګه پيزوان/مهار کړي. 

د واکسين په تطبيق کې حکومت نغاړي کړې او لا يې هم کوي. حکومت يوازې دا رسنيز کړل چې د واکسين کمپاين د ولسمشر غني له خوا رسماً پيل شو. دا چې واکسين څه ګټې لري؟ لومړني جانبي عوارض يې څه دي؟ خلک څو ځلې بايد واکسين شي؟ کومو ځايونو کې بايد واکسين شي او د کرونا ويروس ضد واکسين په اړه د خلکو د پوهاي په پار عامه پوهاوی تر سره نه شو او نه هم اوس تر سره کيږي. اوس هم روغتيا وزارت دا يو څو تکرار جملې وايي او هم يې د عامه پوهاوي په بڼه تر خلکو رسوي؛ کرونا جدي ونېسئ، ماسک واغوندئ، د ګڼې - ګوڼې ځايونو ته مه ځئ، ټولنيز واټن وساتئ.... دا چې خلک څه ډول واکسين ته لاس رسی پيدا کړي؟ د واکسين ګټې څه دي، په اړه يې عامه پوهاوی شتون نه لري. ولايتونه خو پرېږده چې په پلازمېنه کابل کې هم خلک نه پوهيږي چې کومو روغتونونو او مرکزونو ته لاړ شي ترڅو واکسين تر لاسه کړي. کرونا ويروس او هم يې واکسين دواړه نوې مسايل دي. تر هر څه لومړی بايد خلک پوهه او لارښوونه ورته وشي، چې څه وکړي او څه ونه کړي. د ويروس په اړه په لويه کې عامه پوهاوی تر ډېره ښه، په بېلا - بېلو لارو او پراخه وو؛ د کرونا ويروس ضد واکسين په اړه پوهاوی نه دی تر سره شوی. که چېرې حکومت او په ځانګړي ډول د عامې روغتيا وزارت د واکسين په پار د عامه پوهاوي بهير پراخه او پياوړی نه کړي نو له يوې خوا به مرسته شوي واکسينونه په نيټې تېر شي او له بلې خوا به ويروس پراخه او ډېر خلک به پرې ککړ شي. 

د عامې روغتيا وزارت له خوا د کرونا ويروس د ضد واکسين په اړه د عامه پوهاوي د نشتون په صورت کې د واکسين په اړه ناسم فکرونه او شننې هم خپرې شوې دي. د خلکو ترمنځ دا مسايل خپاره شوې دي چې دغه واکسين که څوګ ووهي، نو دوه کله وروسته هغه کس مري؛ د کرونا ويروس ضد واکسين د زړه حمله منځ ته راوړي؛ واکسين بې اغېزې دی او که چېرې چاته تطبيق هم شي نو بيا هم په دې ويروس اخته کېدای شي؛ د کرونا ويروس ضد واکسين داسې جانبي عوراض لري چې په خپله له کرونا ويروس هم ډېر خطرناک دي. د واکسين په اړه د عامه پوهاوي د نشتون په صورت کې ځيني خلک هېڅ نه پوهيږي چې واکسين چېرته او څنګه وکړي او هغوی چې پوهيږي د هغه منفي او ناسمو تبليغاتو تر اغېز لاندې راغلي دي، چې د ويروس په اړه کيږي. 

اوس وخت کې عامې روغتيا وزارت ته په کار ده چې د تلويزونونو، راډيوګانو، چاپي رسنيو، ټولنيزو رسنيو، پوسټرونو، عامه ځايونونو، نقاشيو او نورو وسايلو له لارې د کرونا ويروس پر وړاندې واکسين عامه پوهاوی پراخه او خلک يې په لار - چارو وپوهوي. نور ټول په دې پوهه شوې دي، چې کرونا  جدي ونېسي، ټولنيز واټن وساتي او ماسک واغوندي؛ اوس وخت کې دا پوهول اړين دي چې خلک چېرته واکسين تر لاسه کړي؛ ګټې يې څه دي او د کرونا ويروس ضد واکسين په اړه ور سره نورې پوښتنې ورته حل شي.