عقل: د تجربو، پوهې او ښه قضاوت ټولګې ته وايي. هغه وړتيا چې پوهه، تجربې، علم، عامه پوهې، بصيرت او حس څخه په کې ګټه واخېستل کيږي، عقل ورته وايي. ځيني عالمان دا وايي چې عقل په خپله پوهې ته وايي، خو دلته بل استدلال دا دی چې که چېرې عقل پوهه وي نو که يو څوګ د نړۍ د شته بحيرو په نومونو پوهيږي نو هغې ته بايد عاقل ووايو؟ د دغه پرتلې په ځواب کې ويل شوي دي چې سمه ده چې عقل پوهه ده خو دا بايد ور سره زياته شي چې عقل د پوهې يو ځانګړی ډول دی. عقل د يو کس هغه وړتيا ده چې د پوهې، تجربو، هوښيارنه درک پر بنست پرېکړه وشي.
شعور: د يو کس هغه حالت چې د خپل چاپيريال په اړه خبر او ځواب ويونکی وي، شعور ورته وايي. د شعور په اړه يو بل جامع تعريف دا دی چې د بهرني او کورني چاپيريال د شتو يا موجوداتو په اړه خبر او پوهېدنې ته شعور وايي. شعور داسې هم تعريف شوی دی چې د يو کس انفرادي دقيق درک او پوهېدنې ته وايي.
د شعور او عقل ترمنځ توپير:
که چېرې يو ماشوم او يو کوچني سپي ته يوځای روزنه پيل شي. دوی په دې پوهه شي، چې د کور دروازه څنګه خلاصيږي. په يو کم وخت کې به دوی دواړه دا زده کړي چې دروازه خلاصه کړي. اوس د شعور تعريف ته په کتو، د خپل چاپيريال په اړه هوښيارنه پوهېدنې ته شعور وايي. يعنې هم ماشوم په دې پوهه شوی چې دروازه څنګه خلاصيږي او هم د سپي بچی.
که چېرې د کور دروازه قلف شي؛ له ماشوم او د سپي څخه وغوښتل شي، چې هغه خلاصه کړي، نو سپي به د شعور اړوند د دروازې د خلاصېدو هڅه وکړي خو وبه نه شي کولی چې دروازه خلاصه کړي او ارام به کيني. ماشوم چې بندې دروازې ته ولېږل شي، لومړی به د شعوري پوهې پر بنسټ د دروازې د خلاصېدو هڅه وکړي خو که چېرې دروازه خلاصه نه شي نو د عقل پر بنسټ پوهيږي چې دروازه بنده شوې ده او د يوې بلې بديلې لارې په لټه کې کيږي.
پايله کې دا ويل شو چې شعور په خپله د عقل لومړنی پړاو دی چې هر څومره بلوغ ته رسيږي نو شعور ورته وايي. يانی انساني شعور د وخت په تېرېدو سره په عقل اوړي خو په حيواناتو کې شعور د شعور په بڼې پاتې کيږي او اکمال ته چې په خپله عقل نه دی رسيږي.
وروستي