د بندونو په دردونکې ناروغۍ (Osteoarthritis) دلته پوهه شئ

لنډ نوم يې OA لېکل کيږي او بشپړ نوم يې Osteoarthritis دی. د بندونو دغه ناروغۍ ته په انګلېسي ژبه کې degenerative joint disease، degenerative arthritis او wear-and-tear arthritis هم وايي. دا دې بندونو يا مفصلونو اوږد مهاله (chronic) او ډېره عامه ناروغي ده. مفصل يا بند او يا په انګلېسي ژبه joint د دوه هډوګو نښلېدنې ته وايي. د مفصل هډوکي د يو ساتونکي نسج په وسيله پوښل شوي وي، چې cartilage ورته وايي. په Osteoarthritis ناروغۍ کې ياد نسج له منځه ځي او هډوکي په مستقيم ډول يو او بل سره لګيږي. دا مستقيمه لګېدنه د درد سبب کيږي چې Osteoarthritis ناروغي ورته وايي. Osteoarthritis تر ډېره په ستر عمر لرونکو کسانو کې پېښيږي خو په ځوانانو کې يې هم د رامنځ ته کېدو شونتيا شته. 

د Osteoarthritis د رامنځ ته کېدو لاملونه: 
د مفصلونو د دغه ناروغۍ اصلي لامل د هډوکو ترمنځ د ساتونکي او پوښونکي نسج (کرپندوکي) له منځه تلل دي. دا چې نسج ولې له منځه ځي، لاملونه يې ډېر خو دوه مهم يې د عمر زياتوالی او د فزيکي ضربو پر بنسټ د نسج تخريب دی. د وزن ډېروالی، د مفصل ميکروبي کېدل او ورته نور لاملونه هم شته چې Osteoarthritis پيدا کوي. په کورنۍ کې د دغه ناروغۍ تاريخچه يو اصلي خو کم پېښدونکی لامل دی. 

Osteoarthritis په کومو مفصلونو کې پيدا کيږي؟ 
د وجود په هر مفصل کې د هډوکو ترمنځ کرپندوکي يا cartilage تخريب کېدای شي، چې په پايله کې يې Osteoarthritis ناروغي پيدا کيږي. د لاسونو، زنګون، کونټيو او ملا تېر په مصلفونو کې Osteoarthritis ډېره واقع کيږي. 

د Osteoarthritis څو نښې نښانې: 
د مفصل د دغه ناروغۍ اصلي نښه د هغه مفصل سخت درد دی، چېرته چې کرپندوکی تخريب او خراب شوی دی. دا درد مفصل ته د حرکت پر مهال، د لاس د ګوتو په وسيله چې کله مفصل لمس کيږي، احساسيږي. د مفصل ميکروبي کېدنه او سختوالی د Osteoarthritis دوه نورې نښې دي. که چېرې Osteoarthritis په سخت حالت کې اوسي يانې کرپندوکی يا cartilage ډېر زيات تخريب شوی وي، نو بيا پر مفصل د پړسوب، ډېر درد، د حرکت نه وړتيا، غير منظم حرکت او عضلو د سستوالي نښې راڅرګنديږي. 

د Osteoarthritis درملنه: 
د بندونو په دې ناروغۍ کې نښې - نښانې وروسته را څرګنديږي او هغه وخت يې احساس کولی شو، چې کرپندوکی په ډېرې اندازې سره تخريب شوی وي. که چېرې ناروغي مو مالومه شي نو يوه درملنه يې فزيکي تمرين دی. هره ورځ نيم ساعت تمرين بايد اغېزمن شوي مفصل ته ورکړل شي، ترڅو مفصل په حرکت راشي. د شته ناروغۍ د کموالي او په راتلونکې کې د دغه ډول ناروغيو د مخنېوي لپاره بايد وزن کم کړی شي. ډېر وزن پر مفصلونو فشار راوړي او Osteoarthritis پيدا کوي. د ناروغۍ پر مهال منظم او ښه خوب وکړئ ترڅو د مفصل چاپيره عضلې د استراحت وخت پيدا کړي. د ډېر درد پر مهال دا ګرم او سوړ شي يا ټوټې نښلول هم اغېزمن وي.