په پښتو ژبه د يو څو مهمو سياسي کلمو تعريفونه او کارونه 

۱- Right to self determination: په دري ژبه کې (حق تعين سرنوشت) په مانا ده. دا اصطلاح د يو هېواد دننه يوې کوچني  مذهبي، ژبنۍ او قومي ډلې ته کارول کيږي؛ چې د خپلو سياسي، اقتصادي او ټولنيزو حقوقو ادعا په کې کوي. 

۲- Pseude - Democracy: دا د ديموکراسۍ هغه ډول دی چې د جګړيزه او کړکېچن سياسي چاپيريال په شتون کې ديموکرايتکو چارو ته زمېنه نه وي برابره، خو بيا هم  ديموکراسۍ په کې تمثيل کيږي. د Pseude - Democracy کلمه د مصنوعي ديموکراسۍ يا د ديموکراتيکو هڅو په مانا هم ده. 

۳- Rentier State: د کرايي يا رانټير دولت په مانا ده. هغه دولت ته ويل کيږي، چې خپل عوايد له ملي سرچينو لکه کانونو او نورو څخه پوره کوي. په رانټير دولت کې د خلکو او وګړو ماليه ډېره کمه وي. په دې ډول دولت کې حکومت د خلکو پر وړاندې ځان ډېر مسوول او ځواب ورکوونکی نه شمېرې او د ديموکراسي په کې نه پلي کيږي. 

۴- Soft State: کمزوري دولت ته ويل کيږي. په دې ډول دولت کې حکومت دا وړتيا نه لري چې په ښه ډول قانون پر خلکو پلی کړي. فساد په کې زيات وي او بوروکراسي په کې په چټل ډول شتون لري. 

۵- Populism: دا يوه سياسي آېډيالوژي ده او ادعا کوي چې د عامو خلکو او وګړو د ګټې په پار کاري کوي. 

۶- Post - colonial state: دا يوه مارکسېسټي اصطلاح ده. مارکسېستان   Post - colonial state د دولت هغه ډول ته وايي چې د پراختيا يا توسعې په حال کې وي. 

۷- Patrimonialism: د حکومت هغه ډول دی چې واک او ځواک په کې متمرکز او د يو کس په لاس کې وي. په دې ډول دولت کې ديموکراتيک اصول نه وي. 

۸- Politicide: د سياسي عام وژنې مانا ورکوي. هر کله چې د يو دولت دننه زور لرونکي د خپلو سياسي مخالفينو پر وژنې لاس پوري کوي نو دا اصطلاح ورته کارول کيږي. 

۹- Global Stewardship: هغه نړيوالو سرچينو ته ويل کيږي چې په اړه يې فکر داسې وي چې د ټول بشر پانګه ده او ساتنه بايد ورڅخه وشي.