البرادعي په مصر کې دسراسري لاريونونو ملاتړ کړی


د سولې دنوبل جايزې ګټونکي او د اتومي انرژۍ نړيوال اژانس پخواني مشر محمد البرادعي په مصر کې د حسني مبارک پر ضد د پراخو لاريونونو ملاتړ کړی. ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ به په مصر کې د حسني مبارک پر ضد پراخ لاريونونه وشي. البرادعي له حسني مبارک څخه غوښتنه کړی ، چې له دغو لاريونونو سره له تاو تريخوالي کار وانخلي، که نه وضعيت به نور هم خراب شي. اټکل کيږي چې د سه شنبې دورځې په لاريونونو کې به زياتره ځوانان او د پوهنتون محصلين برخه واخلي.
د يادونې وړ ده چې په تونس کې د لاريونونو په پايله کې د بن علي د حکومت نسکورېدل په نورو عربي هېوادونو کې ورته حرکتونه لمسولي دي ، او په الجزاير او يمن کې پراخې مظاهرې پيل شوې دي.