اروپايي اتحاديې په شېنګن کې د بلغاريا او رومانيا غړيتوب ونه مانه

داروپايي اتحاديې د کورنيو چارو وزيرانو غونډې چې په مجارستان کې جوړه شوې وه، په شېنګن کې د رومانيا او بلغاريا غړيتوب رد کړ. ټاکل شوې وه، چې راتلونکې مارچ مياشت کې رومانيا او بلغاريا د شېنګن غړيتوب ترلاسه کړي. جرمني ، فرانسه او اتريش په دې اند دي ، چې د رومانيا او بلغاريا په سياسي او قضايي سيستم او همدارنګه د پولو په امنيتي سيستم کې ډېرې نيمګړتياوې شته دي ، چې نه شي کولای دغه هېوادونه د شېنګن اتحاديې غړي شي.
د شېنګن په اتحاديه کې ټول 22 هېوادونه غړيتوب لري، چې د اروپايي اتحاديې له 25 غړو هېوادونو څخه له برتانيې، ايرلنډ، قبرس، بلغاريا او رومانيا پرته 20 هېوادنه او په هغو برسېره ناروې ، ايسلنډ او سويس سره له دې چې د اروپايي اتحاديې غړي نه دي ، خو د شېنګن غړيتوب لري. د شېنګن غړو هېوادونو تر منځ سرحدي کنټرول او وېزې ته اړتيا نه شته.