د انګلېسي ژبې لس  کلمې چې ناسم تلفظ يې عام شوی دی

د انګلېسي ژبې تلفظ له د کلمې له املا سره ځيني وخت ډېر توپير لري. د کلمې املا يو ډول او بيا تلفظ يې په بل ډول وي. ځينې انګلېسي کلمې چې په ورځني ژوند کې ډېرې کارول کيږي، خو بيا يې هم ناسم تلفظ عام شوی دی. مطلب دا چې د انګلېسي ژبې زده کوونکي او ښوونکي دغه کلمې ناسمې وايي. دې لنډه لېکنه کې د دغه لسو کلمو ناسم او سم تلفظ درته په ګوته کيږي. 
 
۱-  choas: د دغه کلمې پښتو مانا ده ګډوډي. ډېری کسان يې (چوس/قووس/چا آس) تلفظ کوي. سم لفظ يې (کې-اس) /ˈkeɪɒs/  دی. 

۲- queue: په کرښه يا لاين کې درېدل. په نوبت کې درېدل. دغه کلمه هم يو ډول لېکل کيږي خو تلفظ يې د املا په پرتله ډېر توپير لري. د ناسم تلفظ يې ډېرې بڼې دي او ډېری کسان يې تلفظ له تورو را اخلي او سره جوړه وي. queue د انګلېسي ژبې د (Q) توري په څېر کټ - مټ تلفظ لري يانې /kjuː/ تلفظ کيږي. 

۳- crisps: د کچالو په غواړيو کې سره شوې ټوتو ته وايي؛ crisps مانا چېپس يانې سره شوي کچالو. د دغه کلمې د تلفظ ستونزه دا چې p له لومړي s توري وړاندې ويل کيږي او د خلکو په خولو کې دا کلمه د (کرېپس) په ډول ناسته ده. د crisps سم تلفظ له وروستي s  سرره يوځای (کرې-سپس) /krɪsps/ دی. 

۴- recipe: recipe نسخې يا په ځانګړې د ډوډۍ او پخلي لارښوود ته وايي. که چېرې دغه کلمه ټکي په ټکي تلفظ شي نو تلفظ به يې (رېسېپي) شي چې دا يې سم تلفظ دی.ځيني کسان په دې کې ګډوډ کيږي چې په ډېرو کلمو کې وروستۍ e  نه تلفظ کيږي او که چېرې د recipe په کلمه کې هم وروستۍ e تلفظ نه شي نو ناسم تلفظ به يې (رېسېپ) وي. 

۵- comfortable: دغه کلمه د راحت مانا لري. ډېر کسان يې (کام.فورټ.اِبل) تلفظ کوي چې ناسم دی. د comfortable سم تلفظ (کامف.ټِبل) /ˈkʌmf(ə)təb(ə)l/ دی. دغه کلمه څلور نه بلکې  درې څپې لرونکې ده. 

۶- vegetable:  د شنو يا سبزۍ کلمې تلفظ (وېجي.ټېبل) نه بلکې (وِج.ټِبل) /ˈvɛdʒtəb(ə)l دی. دې  کلمه کې له g توري وروسته د e توری نه تلفظ کيږي. 

۷- chocolate: که چوکلېټ يې ووايي دا يې بيا ناسم تلفظ دی. دغه کلمه (چاکلېټ) /ˈtʃɒk(ə)lət/ تلفظ کيږي. يانې تلفظ په انګلېسي کې هم هغه ډول دی څه ډول يې چې په پښتو کې وايو. له دويمې c وروسته د o توري په کې مه تلفظ کوئ.

۸- epitome: د لېکنې لنډيز يا خلاصه. (اِپې.ټېمي) /ɪˈpɪtəmi/. اِپو،ټمي يې ناسم تلفظ دی. 

۹- plumber: هغه کس چې د نالونو بهېدنه يا لېکي نيسي. ځيني يې (پلامبر) تلفظ کوي خو په دې کلمه کې د b توی نه ويل کيږي او تلفظ يې (پلامر) /ˈplʌmə/ دی. 

۱۰ - hotel: دا کلمه پښتو کې په همدې انګلېسي بڼې کارول کيږي. تلفظ يې هوټل نه بلکې (هو.ټِل) دی.