له ډاکټر ذاکر نايک پوښتنه: که چېرې شيطان (ابليس) توبه وکړي نو لوی خدای ج به ورته بخښنه وکړي؟ 

په اوسني وخت کې د اسلام ستر عالم او داعيي ډاکټر ذاکر نايک څخه پوښتنه شوې چې د الله ج له خوا انسانانو سره ژمنه دا ده چې که چېرې دوی نافرماني کوي او په نيغې لارې نه وي روان؛ د زړه له تله توبه وباسي او بيا ناسمې او اسلام سره په ټکر کې چارې او کړنې تر سره نه کړي نو لوی خدای ج ورته بخښنه کوي؛ اوس که چېرې شيطان يا ابليس پر خپلو کړنو توبه وکړي او پېښماني وښيي نو خدای ج به ورته بخښنه وکړي؟ 

ډاکټر ذاکر نايک يې په ځواب کې ويلي دي، "د حضرت ادم ع پر وړاندې د شيطان د سرغړونې کيسه د قران کريم د څو سورتونو په آيتونو کې ذکر شوې ده. سورت بقره ۳۰ - ۳۴ ايتونه، سورت عراف ۷- ۲۵ ايتونه، سورت حج ۳۰-۴۳ ايتونه، سورت کهف ۱۵ آيت او د سپیځلي قران کريم په ډېرو نورو آيتونو  کې د ابليس داستان ذکر شوی دی. 

په سپيڅلي قران کريم کې د حضرت ادم ع د تېروتنې په اړه ويل شوي دي چې کله ادم ع تېروتنه وکړه نو سمدلاسه يې لوی خدای ج ته توبه ورکړه او الله ج يې هم توبه قبوله او بخښنه يې ورته وکړه."

دا چې ابليس له خپلې ګناه وروسته څه وکړل په اړه يې ډاکټر ذاکر نايک د قران کريم دا مبارک آيت وړاندې کړی دی، [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف: ۱۴]
قَالَ أَنظِرْنِىٓ إِلٰى يَوْمِ يُبْعَثُونَ
(ابلیس) وويل: "ما ته تر هغې ورځې پوري مهلت راکړه چې دا ټول دويم ځل راپاڅول شي."
ابليس له خدای ج په هغه وخت کې غوښتنه وکړه چې ماته وخت راکړه، اوس سزا  مه را کوه؛ ابليس د خپلې سزا ځنډ غوښتی وو.

الله تعالی د ابليس د دغه غوښتنې په ځواب کې ويلي، [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف: ۱۸] قَالَ اخْرُجْ مِنْهَا مَذْءُومًا مَّدْحُورًا ۖ لَّمَن تَبِعَكَ مِنْهُمْ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكُمْ أَجْمَعِينَ
(الله ج) وفرمايل: "له دې ځايه سپك او رټل شوى ووځه! - باور ولره چې له دوى څخه چې څوك ستا پېروي وکړي، ستا په شمول به له هغو ټولو څخه دوزخ ډك کړم.


عبدالکريم ذاکر د شيطان د توبې په اړه د سپيڅلي قران کريم دغه دوه مبارک آيتونه وړاندې کړي دي، "[سُوۡرَةُ الحِجر : ۳۴] قَالَ فَاخْرُجْ مِنْهَا فَإِنَّكَ رَجِيمٌ
پروردګار وفرمايل: "ښه دی، ته له دې ځايه وځه؛ ځكه چې ته رټل شوى یې.

[سُوۡرَةُ البَقَرَة: ۷] خَتَمَ اللَّهُ عَلٰى قُلُوبِهِمْ وَعَلٰى سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلٰىٓ أَبْصٰرِهِمْ غِشٰوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ
الله د هغوی پر زړونو او غوږونو مهر ور وهلی دی او د هغوی پر سترګو یې پرده غوړولې ده او لوی عذاب ورته ټاکل شوی دی."


له پورته دوه مبارکو آيتونو څرګنديږي چې الله ج د زړونو مالک دی او هغې ته د راتلونکي په اړه مالومات شته. خدای ج په دې پوهيږي چې څوک به توبه وکړي چې بخښنه ورته وشي او د چا پر زړونو او غوږونو مهرونه ور وهل شوي دي. ابليس هم د خدای ج له خوا رټل شوی؛ مهر پرې وهل شوی او هغه به هېڅلکه توبه ونه کړي. 

د ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک ځواب د قران کريم د سپيڅلي آيتونو اړوند دا دی، چې شيطان يا ابليس رټل شوی دی او هغه داسې په ناپوهۍ او جهل کې اوس ګير دی چې دی به د قيامت تر ورځې توبه ونه کړي او د قيامت په ورځ ورته خپله سزا ورسيږي.