ډرون الوتکو نن سهار پر شمالي وزيرستان بريد وکړ

نن سهار امريکايي ډرون الوتکو د شمالي وزيرستان په دته خېل سيمه کې پر يوه کور د دوو توغنديو بريد کړی ، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي. د وژل شويو کسانو هويت تر اوسه نه دی څرګند، خو دوې ورځې وړاندې د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې په زرګونو کسانو د امريکايي بريدونو پر ضد لاريونونه کړي وو او اعتراض يې کاوه چې په دغو بريدونو کې اکثرا بې ګناه خلک وژل کيږي.