د وېب سايټ او وېب بلاګ (Blog & Website) ترمنځ اساسي توپير

۱- وېب سايت Website: 
وېب سايت د ملټې مېډيا منځپانګې تولګه ده، چې د يو domain لاندې کار کوي. وېب سايټ په web hosting services کيږي ثبتيږي او په دې سره د نړيوال پراخه جال يا  WWW- World Wide Web برخه کيږي. 

۲- وېبلاګ: 
وېب بلاګ په خپله د وېب سايټ يو ډول دی. په بلاګ کې لېکنې په chronological order  (کرونولوژیک بڼه) يا د وخت او نېټې پر بنسټ برابريږي. 

۳- د بلاګ او وېب سايټ ځيني مهم توپيرونه: 
- بلاګ په خپله د وېب سايټ يو ډول دی. مطلب دا چې د وېب سايټ له ډولو يو ځانګړي ډول ته بلاګ وايي. 
- وېب سايټ په ساکن يا static ډول سره وي. پر نورو پاڼو وېشل شوې وي. منځپانګه يې په مختلفو برخو کې وي؛ د وخت پر بنسټ په کې مالومات نه راځي بلکې د ګتګوريو پر بنست مالومات ور پورته کيږي. خو بيا بلاګ کې مالومات د نېټې پر بنسټ وي. بلاګ خوځنده يا dynamic وي. 
- د وېب سايټ او بلاګ ترمنځ بل توپير دا دی چې ځيني بلاګونه د وېب سايټونو يوه برخه وي، يانې وېب سايټ په خپل جوړښت کې څو بلاګونه لري، خو بلاګونه ډېر ځلې پرته له دې چې د کوم وېب سايټ برخه شي په خپلواک ډول کار کوي. 

- د وېبلاګ او وېب سايټ د جوړونې سرچينې او پروګرامونه يو دي. تر ډېره دواړه د WordPress په نوم سافت وير کې جوړيږي. د وېب سايټ جوړښت يو ځه پيچلی هم دی او په دې پار ځيني وخت وېب پاڼې په ځينو نورو فرېم ورکونو کې جوړيږي. 

- هغه کسان چې کوچنۍ سوداګري لري، نو د وېب سايټ په پرتله بلاګ ډېر ګتور او ښه عوايد لرونکی تماميږي. 
- لومړی وېب سايټ له بلاګ وړاندې جوړ شوی دی. وېب سايټ په ۱۹۹۱ او لومړنی بلاګ په ۱۹۹۴ ز کالونو کې جوړ شوي دي.