د ژوند ستره برخه يې مطالعه او څېړنې دي؛ د اسلامي نړۍ ستر عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څو ګړۍ خوب کوي؟ 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک اوس مها ۵۵ کلن دی. دی د اسلام مبارک دين او همدا ډول له ساينس او نورو اسماني او ځمکني دينونو په برخه کې پرتله ييزه مطالعه او پلټنې کوي. د ذاکر نايک وړتيا، شخصيت او استعداد بې ساري او ډېرو ته د پوښتنې وړ دی. 

له نوموړي پوښتنه شوې چې دی په ۲۴ ګړيو کې څو ساعته خوب کوي او که چېرې يې خوب کم وي نو د مطالعې او ورځې په جريان کې له ستونزو سره نه مخ کيږي. 

 ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په ځواب کې وايي، "هغه مهال چې  د هندوستان په ممبۍ ښار کې وم، ۲۴ ساعتونو کې مې يوازې درې او ډېر بيا درې نيم ساعته خوب کولو. اوس چې مالېزيا هېواد کې  مېشت شوی یم، نيم ساعت خوب مې ډېر کړی دی او په ۲۴ ګړيو کې درې نيم او ډېر وخت څلور ساعته خوب کوم."

 ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک ويلي دي  چې د کم خوب سره سره بيا د ستړيا، بې خوبۍ، ګنګستيا ا د سر دردۍ احساس نه کوي. نوموړی زياتوي چې ډېر کم ځلې هغه هم څو مياشتې وورسته د سر دردۍ يا ورته نورو ستونزو سره مخ کيږي چې ډېر ستړي کوونکې نه دي.