په بغلان کې يوه ښځينه امريکايي سرتېرې ووژل شوه

په افغانستان کې د امريکې پوځي سرچينې خبر ورکوي، چې تېره اوونۍ د امريکايي ځواکونو د يوې ترانسپورتې قطعې غړې درويشت کلنه (ريني سينکلر) د وسله والو په يوه بريد کې ووژل شوه. وسله والو مخالفينو د بغلان ولايت په کېله ګی سيمه کې د سينکلر پر زغره وال ګاډي د توغندي بريد وکړ، چې نوموړې تر ټپي کېدو څلور ساعته وروسته مړه شوه او درې تنه نور په کې ټپيان شول. د افغانستان په جګړه کې دا درېيمه ښځينه سرتېرې ده، چې وژل کيږي. دوې ښځينه سرتېرې پخوا تر دې په يوه چاودنه کې وژل شوې وې.