د چين بهرنۍ سوداګري له 2600 ميليارډالروڅخه واوښته

 نوې شمېرې ښيي چې د روان کال په يولسو مياشتو کې د چين بهرنۍ سوداګري 2680 ميليارد ډالرو ته رسېدلې ده،چې د تېرکال د همدغې مودې په پرتله 36 په سلو کې زياتوالی ښيي. اروپايي اتحاديې ته د چين صادرات880 ميليارد ډالره او واردات يې 433 ميليارد ډالره وو،چې په دې کې هم 33 په سلوکې زياتوالی راغلی.
يوازې د نومبر په مياشت کې د چين صادرات 153 ميليارده او 330 ميليون ډالرو او واردات يې 130 ميليارد او 430 ميليون ډالرو ته ورسېدل.