د نړۍ تر ټولو ستره بېړۍ په فنلنډ کې جوړه شوه

فنلنډ دنړۍ تر ټولوستره بېړۍ جوړه کړه. دغه بېړۍ چې د لمر په انرژۍ کار کوي او ديوه وړوکي ښارګوټي بڼه لري کولی شي6360مسافرين او 2160 تنه کارکوونکي يوسي . د بېړۍ لوړوالی د يوې شل پوړيزې ودانۍ په اندازه دی او 225282 ټنه وزن لري. بېړۍ خپله انرژي له هغو هندارو څخه چې 500 متره مربع مساحت لري، ترلاسه کوي. په دغه بېړۍ کې، چې د 1.254 ميليارد ډالرو په لګښت جوړه شوې، د باسکټبال، واليبال او ګلف ميدانونه جوړ شوي او د بېړۍ په منځ کې د اوبو پر سر يوشين باغ هم شته چې له همدې امله د شنې بېړۍ په نامه مشهوره شوې.