که غواړﺉ, چې همېشه اغېزمن خلک شﺉ, نو لاندې اوه عادتونه ځان کې پيدا کړﺉ.

۱- فعاله اوسﺉ: همېشه په هر کار کې فعاله اوسﺉ او په هر څه کې ونډه اخلﺉ. که چېرته په څه کې ونډه وانخلو, نو موږ له هر څه بې خبره پاتې کیږو. موږ کولای شو, چې هر خبرې او اشارې ته خپل غبرګون انتخاب او ښکاره کړو. د دې وړتیا موږ کې شته, چې خپلې کړنې تر خپل تاثیر لاندې راولو. فعاله اوسېدل دا معنا لري, چې باید هرې خبرې او کړنې ته غبرګون وښیو, چې دا کار په اغېزمن کېدو راسره ډيره مرسته کوي.
 
۲- په ذهن کې له پای سره پيل وکړﺉ: دا جمله دا معنا لري, چې استعمال د یوه عکس یا مثال د خپل کرکټر دې ژوند په آخر کې. د ژوند هره برخه او ټوټه مو یو امتحان دی او په هره برخه کې تاسې امتحان کیږﺉ. موږ ته ضرور ده, چې د ژوند په هره برخه کې ولوبیږو او د ژوند په آخر کې باید د خپل کرکټر یو مثال وړاندې کړو.
 
۳- لومړي شیان لومړی ځای پر ځای کړﺉ: د دې معنا دا ده, چې خپل وخت ته یو تقسیم اوقات جوړ کړﺉ او خپل وخت مدیریت کړﺉ. مهمې دندې او کارونه باید لومړی وکړﺉ. هغه څلور فعالیتونه چې لومړیتوب لري لاندې دي.
 
- مهم او عاجل فعالیتونه: دا هغه فعالیتونه دي, چې هم ضرور دي او هم عاجل, ځکه چې کېدای شي دا د دې فعالیت وروستۍ نېټه وي.
 
- مهم فعالیتونه مګر عاجل نه دي: دا هغه فعالیتونه دي, چې یوازې مهم دي, چې باید ترسره شي. لکه:  د مخنیوي ساتنه ، د اړیکو جوړول ، تخلیقي فکر کول ، پلان کول او ساتیری کول. دا کارونه د اغېزمن شخص د مدیریت په زړه کې ځای لري.
 
- هغه فعالیتونه چې مهم نه دي او عاجل دي: دا هغه فعالیتونه دي, چې مهم نه دي, مګر عاجل دي, لکه:  د تلیفون زنګونه، بریښنالیکونه، ځینې غونډې او نور مهم مسایل. اکثره خلک وخت په فکر کولو تېروي, تر څو د نویو معلوماتو په باره کې وپوښتي.
 
- مهم او غیر عاجل فعالیتونه: دا هغه فعالیتونه دي, چې یوازې مهم دي, لکه: د خوشحالۍ لپاره میله کول, فیس بوک کتل او داسې نور.
 
۴- فکر وکړﺉ, چې ګټونکي یاست: تر ټولو اغېزمنه لار د نورو خلکو سره د کار کولو دا ده, چې د ګټونکې اړیکو په پایلو فکر او تمرکز وکړﺉ, نه د هغې په میتودونو باندې.
 
۵- لومړی د پوهېدو په هکله فکر وکړﺉ, وروسته پوه شﺉ: هر یو طبیعي میلان لري, چې په بيړه یې سرته ورسوي او د مشورې ورکولو هڅه وکړي یا د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي. مخکې لدې چې تشخیص وکړئ یا هڅه وکړﺉ, وپوهیږئ چې ولې بل څوک ستاسې په څیر احساس کوي. په هر صورت, لومړی د بل شخص د پوهېدو لپاره فکر وکړﺉ, وروسته ځان پوه کړﺉ. ډيری خلک د مؤثر اورېدو تجربه نه لري, چې دا کار ډير وخت نیسي.
 
۶- سینرجایز( Synergize): سینرجي دا معنا لري, چې مجموعه ښه ده, نظر د هغې یوې برخې ته. په نورو لغتونو, ټولې برخې یو ځای کیږي او یو نوی شی جوړوي, چې مخکې له یو ځای کېدو نه ناممکنه ؤ. دا د تخلیق یو بې مثله ځواک دی, کوم جې د تخلیق د د تعاون په اصولو جوړ شوی. کله چې تاسې په متقابل ډول اړیکه نیسﺉ, نو د نویو امکاناتو, نویو بدیلونو او نوښتونو ته زړه او ذهن پرانیسﺉ. داسې یو څه جوړ او تخلیق کړﺉ, چې نوي وي.
 
۷- اره تېزه کړﺉ: اوم عادت وخت نیسي, تر څو اره تېزه کړﺉ. په نورو لغتونو, دومره ځان مه مصروفه کوﺉ, چې دومره تحقیق نشې کولای چې ته بې غاښو اره کاروې. وخت په منظم ډول واخلئ, ترڅو خپله آره تیز کړئ په فزیکي ، معنوي ، رواني او ټولنیز یا احساساتي اړخونه کې. دغه د ارې تېزول د دریو فعالیتونو لپاره ډيره ګټه لري.
 
- د فزیکي تمرین لپاره.
- د روحانیت لپاره.
- د رواني اړخ لپاره.
پای