له ډاکټر ذاکر نايک پوښتنه: ولې په اسلام کې غلامي جواز لري او ولې نارينه مسلمان ته له نکاح پرته اجازه ورکړل شوې، چې له خپلې غلامې سره جنسي اړيکې تر سره کړي؟ 

دا چې د اسلام په سپيڅلي دين کې مسلمانانو ته دا اجازه ورکړل شوې ده، چې ښځينه غلامانو سره جنسي اړيکې تر سره کړي او همدا ډول په لويه کې په اسلام مبارک دين کې غلامي جواز لري او په اوسني وخت کې په نړيواله کچه غلامي بند او انساني سپکاوی ګڼل شوی، پوښتنه شوې او ډاکټر عبدالريم ذاکر نايک يې په اړه داسې ځواب ورکړی دی. 

نوموړي په دې اړه چې يو مسلمان کولی شي له خپلې غلامې سره واده وکړي، د سپيڅلي قران کريم دا مبارک آيت وړاندې کړی دی. "[سُوۡرَةُ النِّسَاء : ۲۵]
وَمَن لَّمْ يَسْتَطِعْ مِنكُمْ طَوْلًا أَن يَنكِحَ الْمُحْصَنٰتِ الْمُؤْمِنٰتِ فَمِن مَّا مَلَكَتْ أَيْمٰنُكُم مِّن فَتَيٰتِكُمُ الْمُؤْمِنٰتِ ۚ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِإِيمٰنِكُم ۚ بَعْضُكُم مِّنۢ بَعْضٍ ۚ فَانكِحُوهُنَّ بِإِذْنِ أَهْلِهِنَّ وَءَاتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ مُحْصَنٰتٍ غَيْرَ مُسٰفِحٰتٍ وَلَا مُتَّخِذٰتِ أَخْدَانٍ ۚ فَإِذَآ أُحْصِنَّ فَإِنْ أَتَيْنَ بِفٰحِشَةٍ فَعَلَيْهِنَّ نِصْفُ مَا عَلَى الْمُحْصَنٰتِ مِنَ الْعَذَابِ ۚ ذٰلِكَ لِمَنْ خَشِىَ الْعَنَتَ مِنكُمْ ۚ وَأَن تَصْبِرُوا خَيْرٌ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
او ستاسې څخه چې څوك ددې مالي وس ونه لري، چې له اصيلو مسلمانو ښځو (محصناتو) سره نكاح وکړاى شي، هغه دې ستاسې د هغو مينزو له کومې يوې سره نكاح وکړي چې په لاس کې مو وي. الله ستاسې د ايمان په حال ښه پوهیږي. تاسېط ټول د يوې ډلې او يو ځوځات خلك ياست. له دې امله د هغو د سرپرستانو په اجازه له هغوى سره نكاح وکړئ او په ښه توګه د هغو مَهر ورکړئ، تر څو، چې هغوى د نكاح په بنديز کې خوندي (محصناتي) پاتېط شي، په ازاده شهوت رانۍ پسې ونه ګرځئ او نه په غلا او په پټه يارانې وکړئ. نو كله چې هغوى د نكاح په چوكاټ کې خوندي شي او بيا وروسته له هغه كومه بد لمني غوره کړي، نو پر هغو د هغه مجازات نيمايي دې چې د اصيلو ښځو (محصناتو) لپاره ټاكل شوې دي. دا اسانتيا ستاسې څخه د هغو كسانو لپاره منځ ته راوړل شوې ده، چې د مېرمنې نه لرلو له مخې د حدودو ماتولو اندېښنه ورسره وي؛ خو كه تاسې له زغم څخه كار واخلئ نو دا ستاسېط لپاره غوره ده. او الله بښونكى او رحم كوونكى دى."

د سپيڅلي قران کريم د پورته مبارک آيت په ذکر سره ډاکتر عبدالکريم ذاکر نايک ويلي دي چې يو مسلمان کولی شي چې له يوې مسلمانې غلامې سره واده کړي، هغې ته مهر ورکړي او هغه له غلامۍ يې ازاده کړي. ډاکټر ذاکر نايک وايي چې په اسلام مبارک دين کې په تدريج سره شيان بند شوي دي؛ په يو ځل د ډېرو شيانو د بنديدو نه دي ويل شوي ترڅو مسلمانانو ته د الهي امرونه پلي کونه اسانه وايي. 

دا چې په اسلام کې ولې غلامي شتون لري او په داسې حال ک چې اوس مهال په نړيواله کچه غلامي ممنوع ده ډاکټر ذاکر نايک يې په اړه ويلي دي؛ بلې، په اسلام کې غلامي شتون درلود او دا غلامي له هغه غلامۍ چې اوس وخت کې شتون لري ډېره بهتره او غوره وه. ډاکټر ذاکر نايک يې د بېلګې په ډول د ګوانتانامو زندان وړاندې کړی. دی وايي چې که چېرې په ګوانتانامو زندان کې د بنديانو وضعيت وکتل شي نو د ډېر پخوا زمانو له غلامۍ بد دی. که له يوې خوا نړيوالو د غلامۍ عمل بند کړی، خو له بلې خوا بیا همدې نړيوالې ټولنې د ګوانتانامو په څېر زندانونو ته مشروعيت او اجازه ورکړې ده چې له شته زنديانو سره په کې ډېر بد چلند روان دی. د ډاکټر ذاکر نايک په اند د زندانيانو سره د ګوانتانامو په څېر زندانانو کې د غلامۍ هغه ډول دی چې د اسلام مبارک دين په لومړيو کې يې هم شتون نه درلود.