ولسمشر کرزی د درغلو وکيلانو ګواښ ته تسليم شو

پرون ولسمشر حامدکرزي له هغو کسانو سره چې د ټولټاکنو د کميسون له خوا د برياليو وکيلانو په توګه پېژندل شوي خو ستره محکمه يې لا په رسميت نه پېژني، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وکتل. په دغه کتنه کې کرزي موافقه وکړه راتلونکې چارشنبه به ولسي جرګه په دې شرط پرانيزي، چې که کوم بريالی وکيل د ځانګړې محکمې له خوا په درغليو پړ وبلل شي ، نو بايد له ولسي جرګې وايستل شي. مانا دا چې د وکيلانو ژمنه د اساسي قانون تر دغې مادې چې د ولسي جرګې وکيلان له قانوني تعقيب څخه مصؤن دي ، ډېر اعتبار لري. د يادونې وړ ده چې ولسمشر کرزي د کب په درېيمه نېټه د ولسي جرګې د پرانيستنې تر خپل حکم يوازې څو ورځې وروسته له خپلې خبرې واوښت او د درغلو وکيلانو ګواښونو ته يې غاړه کېښوده. د ټولټاکنو ځانګړې محکمه وايي، چې د کره اسنادو له مخې تر اوسه دوی ته په ډاګه شوې چې د برياليو کانديدانو له ډلې څخه 50 تنه يې په درغليو راغلي او ښايي دغه شمېر د څېړنو ترپايه نور هم زيات شي . نو ولسمشر کرزی غواړي داسې وکيلانو ته د هېواد قوانين وسپاري چې 20 په سلو کې يې په خپله درغلګر دي.