د ژر انزال يا Premature Ejaculation درملنه - دويمه برخه: بيولوژيکي لاملونه يې

د همدې لیکنې په لومړۍ برخه کې مو د ژر انزال Premature Ejaculation پېژنده او د هغې ځيني هغه رواني او روحي لاملونه چې دغه ناروغي پېښوي درته تشريح کړل. په دې دويمه برخه کې د ژر انزال پر بيالوژيکي لاملونو او همدا ډول يو شمېر نورو مسايلو درته رڼا اچوو.
 
۱- د هورمونونو نه برابري: په نارينو کې د له وخت مخکې مني وتلو يو ستر لامل د هورمونونو نه برابري يا Abnormal hormone levels مساله ده. هر کله چې د وجود د جنسي  سېسټم هورمونونه په يوې منظمې طريقې ترشح نه شي نو په پايله کې د ژر انزال ناروغي پيدا کيږي. دا ستونزه فزيکي يا بيالوژيکي شميرل کيږي، خو په لويه همدا د هورمونونو نه برابري يا Abnormal hormone levels هم له رواني ستونزو سره اړیکه لري. اوس وخت ډېرې اغيزناکې داسې دواګانې شتون لري چې د هورمونونو نه برابري سمولی او درملنه کولی شي. اړينه دا ده چې که چې د ژر انزال ستونزه ولری نو لومړی باید دا تشخيص شي چې لامل يې فزيکي دی او که روحي. له تشخيص وروسته د دغه ناروغي درملنه آسانه او شونې ده.
 
۲- د ژر انزال په اړه يوه موندل شوې او تشخيص شوې ستونزه neurotransmitters ده. neurotransmitters په مغزو کې يوه کيمياوي ماده ده چې له جنسي هورمونونو سره اړيکه لري. هر کله چې په مغزو کې neurotransmitters تر اغېز لاندې وي نو نارينه له وخت وړاندې انزال ته رسيږي.
 
۳- د پروستات غدې او تشو متيازو د نل يا urethra التهاب او سوځېدنه: ځيني کسان ځکه ژر انزال ته رسيږي چې پروستات غده ميکروبي او التهابي شوې وي. پروستات غده په بولي مجرا کې شتون لري او د مني يا semen د مايع برخې توليد کې رول لري. همدا ډول که چېرې د تشو متيازو لار چې بولي مجرا او urethra هم ورته وايي التهاب پيدا کړي نو له امله نارينه له وخت وړاندې د جنسي غريزې سړېدو ته رسيږي.