انسان‌محور معرفت

د انسان‌محور معرفت نشراتي پروګرام محتوا په افغاني ټولنه کې د انسان د معرفت په اړه د یو پلورالېسټي تفکر پر بنیاد د فکري مفاهېمو، علمي روېشونو او دیني معاصرو عقلاني تحلیلونو له لارې د یو داسې معرفت هڅه ده، چې انسان‌ پکې محور وي. زموږ هڅه دا ده، چې افغاني ټولنه کې د متضادو ایډیالوژیو، افکارو، باورونو، عقایدو او مفکورو ترمنځ یو نرم ډیالوک رامنځته کړو. هیله مو دا ده، چې د دغه ډیالوک له لارې لااقل دومره وکړای شو، چې افغان انسان نور په فزیکي ډول د دې تضاد ښکار نه‌شي؛ په بله مانا دغه تضاد نور باید د افغان انسان ژوند وانه‌خلي او نه د سر په بیه تمام ‌شي. موږ د انسانانو ترمنځ د مفکورو پر تضاد باور لرو؛ ترڅو چې بشر موجود وي، دا تضاد به هم وي، موږ د دې تضاد د ختمېدو په هڅه کې نه یو؛ بلکې غواړو د یوې نوې ډیالېکټیک له مخې دا تضاد چې افغان انسان یې فزیکي ښکار دی، پر نرم تضاد واړوو. نور باید افغان انسان له خپل مفکوروي مخالف سره، د ټوپک، چړې او بلې وژونکې وسلې په ژبه خبره ونه کړي، بلکې پرمختللو ټولنو غوندې زموږ ټولنه کې هم باید د عقلانیت، آزادو بحثونو، تحمل او د افکارو د نرم ډیالوک نوی بیستر وغوړول شي. انسان‌محور معرفت په افغاني ټولنه کې پدې برخه کې د زغم د پیدایښت آرمان لري.
موږ د یوې بشرپالې انګېزې له مخې د دې پلټفورم په مرسته په افغاني ټولنه کې د نرمو، موډرنو او رڼو افکارو د تولید په موخه په یو متفاوت شکل لومړی په آنلاین بڼه له یوې وېب‌پاڼې، بیا مجلې او په آخر کې او نظریو، باورنو، مفکورو او عقایدو د نرم ډیالوک لپاره د یوې سترې هڅې په لټه کې یو. د انسان‌محور معرفت نشراتي پروګرام محتوا د روهي رسنیز مرکز له کړنلارې سره ډېر تړاو نه‌لري؛ بلکې د روهي رسنیز مرکز له امکانانو په استفادې په یو نوي سب‌ډومېن(Rohi/insanmehwarmarefat) د انسان‌محور معرفت په نوم په ځانګړې لوګو او انسان‌محوره محتوا فعالیت لري.
 
له انسان‌محور معرفت سره د قلمي همکارۍ عمومي شرایط:
۱ـ لیکنه باید د مقالې په بڼه منطقي جوړښت او د منځپانګې تسلسل ولري؛ ادبیات یې علمي او مستدلل وي؛ توهین‌آمیزه اصطلاحات، تشبهات او کلمات ونه لري؛ هدف د پوهې او نوو نرمو موډرنو افکارو خپراوی وي. له دینې ارزښتونو سره پوره پام پکې شوی وي. موږ د انسانانو ترمنځ د افکارو او عقایدو پر اختلاف باور لرو؛ دا پدې مانا ده، چې په معاصره نړۍ کې افغان انسان هم د خپل فکر د اظهار حق لري او د جبر پر مترکو باید د نوو افکارو څېښتن نور ونه وهل شي.
۲ـ موږ د سوله‌خوښو تولیدشوو او ژباړل‌شوو افکارو نشر ته اولیت ورکوو. د نوو بحثونو د ایجاد زغم لرو، یوازې ټېنګار مو دا دی، چې بحث باید د پوهې د خپرواي په موخه وي، نه دا چې عمداً یا له ټولنې سره د عقدې پر بنیاد د ټولنې عمومي افکار او باورونه پکې خوږ شي؛ یانې انسان‌‌محور معرفت د مختلفو مفکورو د خپرواي زغم لري؛ خو د لیکنې ادبیات ورته مهم دي.
۳ـ د انسان‌محور معرفت لیکنې داسې کټګورایز شوې دي، چې په ځینو برخو کې په خلاص سټرکچر کې لیکنې نشي پکې خپرېدای؛ لکه د موډرنېټې، پوسټ‌موډرنیزم او فکري مکاتبو په اړه که لیکوال لیکنه او ژباړه کوي، د علمي روېشونو مطابق باید لیکنه د مقالې په بڼه منطقي جوړښت او د منځپانګې تسلسل ولري، ادبیات یې علمي او مستدلل وي، پایله او سرچینې ولري.
۴ـ  انسان محور معرفت د لیکنو لپاره خلاص سټرکچر هم لري، یانې د سرچینو له ذکر پرته که یو لیکوال فکري مفاهیم او مسایل تحلیل کړي، خپروي یې.
۵ـ د انسان‌محور معرفت پلټ‌فورم مطابق پر غربي او شرقي ایډیالوژیو، افکارو، فکري مکاتبو او مفاهیمو؛ لکه: موډرنېټه، ډیموکراسۍ، سیکولریزم، فیمنیزم، په شرق او غرب کې د انسانانو پر لیدلورو، د ماشومانو او ښځو پر حقونو، انساني آزادۍ، او د غربي او شرقي انسان د ژوندانه پر عمومي سټایل نقدونه هم خپرېدای شي؛ زموږ ادعا د آزادو بحثونو د یو بیستر رامنځته کول دي.
۶ـ لیکنه او مقاله باید په هېڅ بله وېبپاڼه یا مجله کې نه وي خپره شوې، کله چې په انسان‌محور معرفت کې لیکنه خپره شوه، لیکوال باید د رسنیز نزاکت له مخې همدغه لیکنه بلې وېبپاڼې ته وانه‌ستوي. موږ وینو په افغانستان کې آنلاین رسنۍ د نوم او ادرس له یادونې پرته له یو بل لیکنې کاپي کوي. د روهي وېبپاڼې انسان محور معرفت کړکۍ کې خپره شوې لیکنه د نوم له یادونې پرته د کاپي کولو جواز نه لري.
 
انسان‌محور معرفت په افغاني ټولنه کې د انسانانو ترمنځ د متضادو افکارو او باورونو د نرم ډیالوک په موخه د انسان‌محور او پلورالېسټي تفکر پر اساس د آزادو بحثونو یو نوی پلټ‌فورم دی. دا په روهي رسنیر مزکز کې د یوې بشرپالې انګېزې له مخې په افغاني ټولنه کې د نرمو، موډرنو او رڼو افکارو د تولید په موخه یوه نوې هڅه ده.
 
په پوره درنښت
د انسان‌محور معرفت مسوول هارون سمون
ډیزینر: ډاکټر نېک ویال
مالي ملاتړي: میرویس ویال، ډاکټر نېک ویال
 
 
هارون سمون
 
ډاکټر نېک ویال
 
میروس ویال