يو پولنډی سرتېری په غزني کې ووژل شو

پرون په غزني کې يو پولنډی سرتېری اويو طبي کارکوونکی د سړک غاړی د مين په چاودنه کې ووژل شول او ورسره دوه تنه نور تپيان شول. دايساف مطبوعاتي دفتر وايي، چې په غزني کې يو زغره وال ګاډی پر مين وخوت او له امله يې يو پولنډی سرتېری ووژل شو. د دغه سرتېري له وژل کېدو سره په افغانستان کې د پولنډي سرتېرو د مړو شمېر 23 تنو ته او په روان کال کې د بهرنيو سرتېرو د وژل شويو شمېر 27 تنو ته ورسېد.