کمبرېج پوهنتون انګلستان کې دی؛ دغه پوهنتون له نن ۸۱۲ کاله وړاندې يانې په ۱۲۰۹ ز کال جوړ شوی دی. کمبرېج پوهنتون د نړۍ يو له معتبرو او مشهورو پوهنتونونو څخه دی. کمبرېج پوهنتون په اروپا کې دويم او نړۍ کې څلورم ترټولو پخوانی پوهنتون دی. په ۹۰۱۲ ز کال کې د انګلستان په اکسفورډ ښار کې چېرته چې اکسفورډ پوهنتون شتون لري؛ د اکسفورډ پوهنتون يو شمېر استادانو د سيمې له خلکو سره ستونزه پيدا شوه. ياده ستونزه اوږده په پايله کې د کسفورډ پوهنتون ځينو استادانو هلته تدريس پرېښود او د کمبرېج په نوم يې بل پوهنتون د انګلستان په کمبرېج ښار کې جوړ کړ. جان هاروارد John Harvard او ور سره ځيني ور ملګري د کمبرېج پوهنتون بنسټګر دي.
د کمبرېج پوهنتون په دننه کې ۳۱ نيمه خپلواکه پوهنتونونه او ۱۵۰ پوهنځي او علمي څانګې لري. کمبرېج پوهنتون د نړۍ د نورو پوهنتونونو سره په توپير کې کوم مرکزي کمپس نه لري؛ اړوند کالجونه او نيمه خپلواکه پوهنتونونه يې د انګلستان کمبرېج ښار په بېلا بېلو برخو کې شتون لري.
د کمبرېج پوهنتون خپرندوېه څانګه يا Cambridge University Press د نړۍ تر ټولو پخوانۍ پوهنتوني چاپ او نشر خونه ده. اوس وخت کې هم د Cambridge University Press د نړۍ دويم ترټولو ستر پرېس دی. کمبرېج پوهنتون اته ساينسي موزيمونه لري چې هر کال په کې سلګونه علمي او ساينسي څېړنې تر سره کيږي. Fitzwilliam Museum او botanic garden يې مشهور ساينسي مرکزونه دي. د کمبرېج پوهنتون کتابتون بډايه دی او ۱۶ مېلونه ټوکه کتابونه په کې خوندي دي. اروپا کې کمبرېج پوهنتون شتمن پوهنتون دی چې کلني عوايد يې له اته مېليارده امريکايي ډالره اوړي.
کمبرېج پوهنتون څه کم اته زره علمي او ادارې سټاف لري او همدا ډول د محصلينو شمېر يې ۲۳ زره تنه دی. کمبرېج پوهنتون کې د ۲۳ زره زده کړيالانو له منځه يې ۱۳ زره په ليسانس او پاتې لس زره يې په ماسټري او دوکتورا بوخت دي. د نړۍ مشهور فزيک پوهه اسحاق نيوټن هم د کمبرېج پوهنتون محصل وو او هلته يې زده کړې تر سره کړې دي.
د نړۍ دغه معتبر او مشهور پوهنتون کې په دې وروستيو کې د نجونو د جنسي ځورونې څو قضيې ثبت شوې. ۲۰۱۹ کال کې پر کمبرېج پوهنتون له دې له امله ډېرې نيوکې وشوې چې د جنسي ځورونې يا Sexual harassment پېښې په کې ډېرې دي.
وروستي