د روهي نيوز همکاره لېکوالان او ژباړن:  محمد طارق صابر

محمد طارق «صابر» له نن څخه پوره ۲۵ کاله مخکې، د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ د شهبازخان په کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. پلار يې نظامي افسر و او دی يې له وړکتوب لیک، لوست او سپورټ ته هڅولو. کله به يې چې، پلار له دندې کور ته راستون شو، د کمکیانو، کلید مجلې او د کیسو کتابونه به یې ورته راوړل. صابر په سپورټي ډګر کې هم ګڼ فعالیتونه لري. 

درې کاله په کابل پوهنتون کې د تکواندو او ازادو سیالیو ترینر پاتې شوی دی. څه موده د باتوران دود و ارچری فدراسیون، د نشراتو امر او د ځوان ځواک ورزشي ټولنې مرستیال وو. بیا يې د افغانستان د پوهنتونو د ورزشي فدراسیون، د نشراتو د مشر او محصلان ورزشکار مهالنۍ مسوول مدیر په توګه دنده پيل کړه؛ له لنډې مودې وروسته د دې فدراسیون د فني مرستیال په توګه غوره شو. صابر د حقوقو او سیاسي علومو زدکړیال دی او له ورځپاڼې لیکلو سره خورا مینه لري. 

نوموړي د ورځپاڼې لیکلو نظري درسونه په انلاین بڼه په توانا پوهنتون کې لوستي دي. په لومړي ځل يې له هېواد دولتي ورځپاڼې سره قلمي همکاري پيل کړه او د دې ورځپاڼې د سپورټ نړۍ پاڼه يې پر مخ وړه. هغه دوه کتابونه (شبخون افغان-من هتلر را سوختاندم) تر اوسه ژباړلي او چاپ ته چمتو دي. صابر په پښتو او دري ژبو؛ سیاسي، ټولنیزې او ورزشي لیکنې کوي. د نوموړي ليکنې په وېبپاڼو او ورځپاڼو کې خپرېږي. هغه له روهي سره یو کلنه قلمي همکاري لري او په دې وېبپاڼه کې یې، لیکنې په دواړو ژبو خپرې شوې دي.