د احمد ولي مسعود پر دې خبرې

د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر او د نوموړي ورور احمد ولي مسعود لیکلي دي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ورته ويلي دي چې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې به یوه کوڅه د احمدشاه مسعود په نوم کړي. د احمد ولي مسعود په وینا چې پاکستان ته د ده د وروستي  سفر په پايله کې پاکستان د اقدام کوي. احمد ولي مسعود لیکلي دي چې د پاکستان دا ډول کړنې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتبار فضا جوړولی شي او همدا ډول د پاکستان او افغانستان د اړيکو د يو نوي څپرکي پيل دی. 

د احمد ولي مسعود دغه هيله چې پاکستان به د احمدشاه مسعود په نوم سره کوڅه نوموي او دې سره به پاکستان د افغانستان ښه ګاونډي کيږي او همدا ډول به افغانان د پاکستان په دې کار سره د پاکستان د لسیزو لاس وهنې او افغانستان کې شوې ورانۍ هېروي، ماشومانه هيله او په ژر د پاکستان بخښنه ده.  احمد ولي مسعود خو د فرانسې غوندې هېواد هم چې د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم سپکاوی يې کړی، په دې دوست هېواد شمیرې چې پاریس کې يې يوه کوڅه د مسعود په نوم کړه. 

 احمد ولي مسعود د هانس مورګنتا دا خبره هېره کړې چې دولتونو ته خپلې ملي ګټې دومره مهمې دي څومره چې يو کس ته انفرادي ګټې دي‌. په دې ۲۱ پېړۍ کې به د نړۍ هېڅ دولت د انساني تړنې يا بل تړاؤ پر بنسټ څه ونه کړي، تر هغې چې خپلې ملي ګټې يې په کې خوندي نه وي. احمد شاه مسعود د افغانستان د کورنیو جکړو يو مهم اړخ وو، که چېرې د هغې وخت کابل مېشتو څخه د مسعود په اړه وپوښتل شي نو هغوی به يې ښې خاطرې درسره شریکې کړي، چې ښايي تاريخ هم نه وي لیکلي. 

احمد ولي مسعود د احمدشاه مسعود په مينه کې چې له يوې خوا يې ورور او له بلې خوا مسعود تاجک ټباره دی، دومره غرق دی، چې د مسعود په نوم د يوې کوڅې په نومونې له اسلامي مقدساتو تېر او فرانسه ورته دوست هېواد کيږي او همدا ډول اسلام اباد کې د مسعود په نوم د يوې کوڅې لپاره د پاکستان ټولې ناخوالې هيروي او په دې یې بخښي چې مسعود پرې ګران دی. 

مسعود خو فرانسې او پاکستان ته بايد د قدر وړ وي. مسعود خو تر خپلې وسې پاکستان او فرانسې ته قربانۍ ورکړې. کورنۍ جګړه يې ورته ګرمه وساتله او په زرګونه افغانان يې ورته قرباني کړل. اوس يې ورور  هم د مسعود ستاينه کوونکي چې هر هرڅوک وي او هر څه يې کړي وي دوستان او چې هرڅومره هېواد پاله او وطن دوست وي خو چې که پر مسعود نيوکه ولري نو ورته دښمن شي. 

هر هغه کس چې د افغانستان تاريخ يې نوم په وينو ککړ لیکلی دی د افغانانو وژونکی شمېرل کيږي. دا که پښتون وي، تاجک، ازبک يا هزاره؛ دا باید هېر نه شي چې مسعود، ګلبدين، سیاف، مزاري، ربانی او نور د افغانستان په کورنيو جکړو کې په سمه شریک وو. اوس که چېرې پاکستان د ګلبدين حکمتيار په نوم کوڅې نومولي وای، نو ټپه به دا وای چې حکمتيار د پاکستان جاسوس دی او پردي پاله دی؛ دا چې پاکستان احمد شاه مسعود ستايي، نو بيا مسعود په کې ریښتنی اتل او پاکستان په کې دوست هېواد شمېرل کيږي.