شک د دوه زړهتوب مانا لري، یا هم د باور او یقین پر خلاف د انسان ناارادي فطري قوه ده. په شرعي لحاظ د شک او تجسس په اړه زموږ پر ټولنه د نوي معاصر معرفت خلاف باورونه حاکم دي. یعنې په دیني مواردو او اعتقاداتو کې شک یو مردود او حتی د بېدینۍ تر کچې خطرناک بلل شوی دی. شک باید زموږ ټولنه کې د معاصرې سایکالوژۍ له مخې علمي تشریح شي او له دین سره یې د ټکر پر ځای اړوندوالی رامنځته شي، ترڅو متجسس انسانان د جبر پر مترکو ونه وهل شي؛ کله چې له دین سره جخت شک مطرح کېږي، د دې مانا دا نده، چې عمداً پراعتقادي مسایلو شک کېدونکی دی، یا دې خلک خدای ناخواسته په اعتقادي مسایلو کې شک وکړي، بلکې زموږ ادعا دا ده، چې شک ناارادي دی. د انسان دغې ناارادري فطري خاصې ته دې درناوی وشي او د نورو لخوا پر ټولنه د حاکمو باورونو له ادرسه دې زموږ د ټولنې متجسس انسان رواناَ نه شکنجه کېږي.
دا باور غلط دی، چې یو څوک پر اعتقادي مسایلو شک وکړي کافربالله دی. شک کول کېږي نه، بلکې شک ناارادي کېږي. نااراتاً څنګه یو څوک کافر کېدای شي؟ هیله لرم، دا خبرې نورې هم توضیح او ساده کړم. د شکاکیت فلسفه کې دا خورا اهمه نقطه ده، چې شک ناارادي دی. ډېری الاهي حاکمان پدې عقیده دي، چې شک د عقلاني روش سرچینه، او حقیقت ته د انسان د رسېدو او د انسان د نجات لاره ده. هر هغه دیني عالم چې شک کفر او بېدینۍ ته نږدې بولې پدې اړه باید واضح، علمي او دیني دلایل ولري. ایا د تردد دفعې لپاره انسان کومه داسې وسیله لري، چې په ارادي توګه تردد دفعه کړای شي؟ د شک په اړه په دیني انکشافي متن کې یوازې د دین متحصصینو او دینپوهانو له شکه خدای ته د پنا وړلو ویلي دي؛ مطلب دا چې د دین له ادرسه د شک او تردد مسله د دین د ډېری متخصصیونو ترمنځ لاینحل ده، یوازې یې خدای ته د پنا وړلو ویلي دي، چې دا په خپل ځای کې د بحث وړ مسله ده، یو انسان به خدای ته پنا یوسي؛ خو د زړه تسکین به یې نه کېږي، هغه به څه کوي؟ له بدهمرغه د دینپوهانوهغې سترې کتلې چې د دین د روح او د د دیني متن د شننې په اړه خورا سطحي برداشت لري ناارادي شک کېدل یې کفر بللی دی.
د ښوونځي دوران کې د جومات یو مشهور مولوي د قران ترجمه کوله، د منافقینو په اړه یې ویل، چې په اسفل السافلین کې به اوسېږي؛ منافقین هغه څوک دي، چې په عقیدوي مسایلو کې شک ورلوېږي. ددې مسلې په اورېدو مې وجود ولړزېد او خپل ځان راته منافق وه اېسده، خدايي چې شي بې کچې ووېرېدم. لهدې وروسته عقیدتاً سخت سرګردان وم، فکر رالوېده، چې خدایه مه کړې عقیده دې له لاسه وتې.
یو وخت یو ملګري سره پر عقیدوي مسایلو بحث راغی، راته وايي «:ځینې وخت ځان راته کافر اېسي او له خدایه سخت ډارېږم، فکر کوم بې عقیدې یم» اوس چې دا مسله زما لپاره حل وه، نو مې په ډاډه زړه خپل ملګري ته قناعت کوونکي ځواب ویلی شوای. ورته کړل مې؛ ولې دغسې انګېرې چې ګواکي بېعقیدې یې؟ راته وايي، ډېری دیني او عقیدې مسایل زما له ذهن سره په ټکر کې راځي او بیا ځورېږم، فکر کوم، چې ګواکي خدای به هدایت نه وي راته کړی.
اصلا دا مسله تقریباً د ټولو انسانانو ترمنځ مشترکه ده، په لویه کې هر انسان فطراتاً متجسس او شکاک دی. په ځانګړې په ماشومتوب کې دغه قوه خورا قوي وي. کله چې پر فرد ټولنیز جبر حاکم شي، یانې د اړوند ټولنې مفکوره او باورونه ورته تزرییق شي د شک او تجسس قوه پکې کمزروې شي یا ورکه شي؛ ګني دا قوه ناارادي ده او ناارادیتوب هېڅکله کفر ندی.
تردد ولې کفر نهدی؟
یو وخت مې یو ځوان سره پردې بحث و، ما ویل دا مسله تاته څنګه واضح ده، چې که شک درولوېد، کافر کېږې، مستقیما یې راځواب کړه، چې خدای په قرآن کې فرمايي: ذالک الکتاب لاریب فیه
ځواب مې نه درلود، خو زما سوال دا و، چې شک خو ناراداي دی، نو بیا ناارادتاً څنګه څوک کافر کېدای شي؟
خدای(ج) په قرآن کریم کې فرمايي، یقینا پدې کتاب کې شک نشته دی، دا د قرآن کریم ادعا ده، مطلب قرآن کریم داسې ندي ویلي، که چاته شک ورولوېد کافر دی، له بده مرغه چې پر موږ د شک په اړه همداسې عقیده حاکمه ده، که چا شک وکړ، کافر دی. پداسې حال کې چې شک ناارادي دی او ټول انسانان یې کوي؛ دا چې غیرپلورالېسټي سنتي او متشددو مذهبي ټولنو کې هر ډول انسانان خپل فکر نشي بیانولی بېل بحث دی؛ خو دا د هرې ټولنې یو عیني واقعیت دی، چې د انسانانو لویه کتله د حاکمو باورونو او عقایدو پر وړاندې متجسس او پلټونکی فکر لري او شک ورلوېږي.
موسی کلیم الله ولې غوښتل د زړه د تسکین لپاره خدای په خپلو سترګو وګوري؟
د شک د نااراديتوب او دا چې شک کفر نه دی، ډېری دیني روایات لرو، چې استناد ورباندې کېدای شي.
په دیني متونو کې د ابراهیم(ع) په اړه داسې روایات راغلي دي، کله چې هغه لمر ولېد وبه یې ویل، ممکن دا خدای وي؛ خو کله چې ډوب شو، د ابراهیم(ع) استدلال دا و، چې خدای باید محوه نشي نو یې وویل، نه؛ لمر خدای نهدی. د سپوږمۍ او نورو اشیاو په اړه هم دغسې.
یو بل دیني روایت کې راځي، چې ابراهیم(ع) وویل، خدایه تا دا مرغان څنګه خلق کړي؟ خدای(ج) ورته وویل، ایا ته د خدای پر قدرت عقیده نه لرې؟ د ابراهیم(ع) ځواب دا و، چې یوازې د زړه د تسکین په خاطر دا وایم. خدای(ج) ورته وویل، چې ته څو مختلف مرغان ونیسه، ویې وژنه او بیا یې یو هاونګ کې میده کړه، غوښې سره ګډې وډې کړه، بیا دا غوښې واخله د مختلفو غرونو پر سرونو یې کېږده. ابراهیم(ع) همداسې وکړل، خدای(ج) له همغو ګډووډو غوښو هماغه مرغان ورته خلق او مخې ته یې راوستل.
زموږ پیامبرعلیه السلام خپلو اصحابو ته وخت ناوخت معجزې ور ښوولې، یا اصحابو کرامو ورڅخه پوښتل.
دا ټول هغه څه دي، چې د شک او تجسس مسله واضح پکې تشریح ده.
له بدهمرغه د دیني متن په تفسیر او برداشت کې تردد مطلق کفر بلل شوی. د ایران اخوندان یې ځکه رواني ناروغي بولي، چې له متعتزلهو یا اسلامي عقلګرایانو سره ستونزه لري، شک او تردد نه یوازې دا چې رواني ناروغي نده، بلکې رشنلېسټان یا عقلانیون اسلاف شک عقلانیت او د انسان نجات ګڼي. له بدهمرغه زموږ په ټولنه کې د دیني متن شننوکي داسې عقیدوي مواد تولید او تزریقوي، چې کلک مذهبي انسانان ټولنې ته ستر سرخوږی ګرځي.
له معاصر علم او دنیا ناخبره دیني عالمان فولادي عقیدې تزریقوي، دومره کلکې چې فکر کوې آن نعوذباالله تر پیغامبرانو قوي عقیدې لري. عقیده چې فولادي شوه، علمي او عقلاني عقیده نده، نه هم خدای ته دا وړ وحشي عقیده منظوره ده، چې ټولنه کې د سردردي، د نورو انسانانو د ځورونې یا هم افراطیت لامل وګرځي.
د پایلې په توګه به ووایم، خدای(ج) په خپل کلام کې په ځلونو د عقلانیت، علم او تدبر کلمات پدې خاطر راوړي دي، چې انسان عقلاني، مدبرانه او د پوهې په رڼا کې ژوند وکړي. شک د عقلاني تفکر بنیاد دی؛ خو د دې مانا دا نده، چې پر اعتقادي مسایلو کې دې عمداً یو انسان شک وکړي، مطلب دا چې انسان باالذات شکاک دی او دا یې فطري خاصه ده. پر ځای د دې چې متجسسو انسانانو آزادي سلب کړل شي او رواناً وځپل شي، د دوی پوښتنې باید علمي او منطقي ځواب شي.
وروستي