۱- د يوې شوې څېړنې او شمېرنې پر بنسټ ويل شوي دي، چې په تېرو څلور زره کالونو کې د نړۍ په کچه زلزلې ۱۳ مېلونه کسان وژلي دي.
۲- نړۍ کې تر ټولو ډېرې زلزلې په Ring of Fire سيمه کې شوې دي. Ring of Fire يا د اور کړۍ په ارام سمندر يا Pacific Ocean کې يوه سيمه ده. شوې شمېرنې په ګوته کوي چې ياده سيمه کې د ټولې نړۍ په کچه نوي سلنه زلزلې شوې دي.
۳- نړۍ کې تر ټولو زوروره زلزله د رېختر په کچه نهه نيمې درجه وه. دا زلزله په ۱۹۹۰ کال شوې وه. دا زلزله په چلي هېواد کې شوې وه.
۴- هغه زلزله چې تر ټولو ډېر وخت يې ونېولی، لس دقيقې وه. په منځني ډول د هرې زلزلې اږدوالي یوه دقيقه ثبت شوې ده.
۵- د سترو او کوچنيو زلزلو ثبت شوې شمېرې ښيي چې هر کال پنځه سوه زره زلزلې کيږي.
۶- هغه زلزله چې د بحر لاندې وشي د بحر څپې را پورته کوي چې tsunamis ورته وايي.
۷- د ترټولو پخوانۍ زلزلې ثبت شوی رېکارډ ښيي چې ياده زلزله له ميلاد ۱۸۳۱ کاله وړاندې په چين کې شوې وه.
۸- چلي د نړۍ هغه هېواد دی چې ترټولو ډېرې زلزلې په کې کيږي. اندونزيا او جاپان هم د نړۍ هغه هېوادونه دي چې د زلزلو کچه په کې لوړه ده.
۹- د زلزلو پر مهال د هغه کسانو د ژغورنې شونتيا ډېره ده چې د زلزلې پر مهال په کور کې پر شته بالښت يا توشک کې پټ شوي وي.
۱۰- نړۍ کې ډېر کسان هغه مهال وژل شوي دي چې د زلزلې له امله ودانۍ ونړيږي او پايله کې د برېښنا تارونه پرې او دبرېښنا شرطۍ رامنځ ته کړي.
وروستي