له ډاکټر ذاکر نايک پوښتنه: سپيڅلي قران کريم يو ځای کې راغلي چې انسان له خاورو  او بل ځای کې ويل شوي چې انسان له نطفې پيدا شوی؛ کوم يو يې سم دی؟  

له ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتنه شوې ده، چې په سپيڅلي قران کريم د انسان د جوړښت په اړه ويل شوي دي چې انسان له خاورو جوړ شوی دی او بل ځای کې ويل شوی دي چې انسان له سپرم يا نطفې څخه پيدا شوی دی؛ اوس کوم يو سم دی له خارو جوړښت او يیا د نطفې څخه؟ او بل دا چې د قران کريم دغه روايت له اوسني ساينس سره برابر دی؟ 

دا چې انسان له نطفې/سپرم يا د وينې له ټوټې جوړ شوی دی په اړه يې ډاکټر ذاکر نايک د سپيڅلي قران کريم دغه ايتونه ذکر کړي: 
(سُوۡرَةُ القِیَامَة)
"أَلَمْ يَكُ نُطْفَةً مِّن مَّنِىٍّ يُمْنٰى (۳۷)
ژباړه: ايا هغه د يو ناچيزه اوبو نطفه نه ؤ چي (د ښځي په رحم کي) څڅوله کیږي؟
ثُمَّ كَانَ عَلَقَةً فَخَلَقَ فَسَوّٰى (۳۸)
ژباړه: بيا هغه د كلكي شوي وينې يوه ټوټه شو، بيا الله د هغه جسم جوړ کړ او د هغه غړي یې برابر کړل؛
فَجَعَلَ مِنْهُ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنثٰىٓ (۳۹)
ژباړه: بيا یې د هغه څخه د نارينه او ښځې دوه ډوله پيدا کړل."

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د پورته مبارکو ايتونو په ذکر سره ويلي دي چې انسان له سپرم څخه جوړ دی او دا هغه څه دي چې اوسني ساينس هم ثابت کړي دي.  دا چې انسان له خاورې جوړ دی په اړه ډاکټر ذاکر نايک د سپيڅلي قران کريم دغه مبارک آيت راخېستی دی، "[سُوۡرَةُ الحَجّ : ۵] يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ إِن كُنتُمْ فِى رَيْبٍ مِّنَ الْبَعْثِ فَإِنَّا خَلَقْنٰكُم مِّن تُرَابٍ ثُمَّ مِن نُّطْفَةٍ ثُمَّ مِنْ عَلَقَةٍ ثُمَّ مِن مُّضْغَةٍ مُّخَلَّقَةٍ وَغَيْرِ مُخَلَّقَةٍ لِّنُبَيِّنَ لَكُمْ ۚ وَنُقِرُّ فِى الْأَرْحَامِ مَا نَشَآءُ إِلٰىٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ نُخْرِجُكُمْ طِفْلًا ثُمَّ لِتَبْلُغُوٓا أَشُدَّكُمْ ۖ وَمِنكُم مَّن يُتَوَفّٰى وَمِنكُم مَّن يُرَدُّ إِلٰىٓ أَرْذَلِ الْعُمُرِ لِكَيْلَا يَعْلَمَ مِنۢ بَعْدِ عِلْمٍ شَيْـًٔا ۚ وَتَرَى الْأَرْضَ هَامِدَةً فَإِذَآ أَنزَلْنَا عَلَيْهَا الْمَآءَ اهْتَزَّتْ وَرَبَتْ وَأَنۢبَتَتْ مِن كُلِّ زَوْجٍۭ بَهِيجٍ
ژباړه: اې خلكو! كه د مرګ څخه وروسته د ژوندانه په باب ستاسې څه شك وي، نو تاسې ته دي څرګنده وي چې موږ له خاورې څخه پيدا کړي ياست، بيا د نطفې، بيا د ويني د ټوټې، بيا د غوښې د بوټۍ څخه چي شكل لروونكې هم وي او بې شكله هم؛ (دا موږ ددې لپاره ښيوو) تر څو چې تاسې ته حقيقت څرګند کړو. موږ چې كومه (نطفه) وغواړو تر يوې ټاكلې مودې پورې یې په رحمونو کې تم کړې ساتو. بيا تاسې د يو ماشوم په بڼه راباسو، (بيا ستاسې روزنه پالنه كوو) تر څو چې تاسې خپلې بشپړې ځوانۍ ته ورسېږئ. او ستاسې څخه څوك د مخه بيرته غوښتل کيږي يانې مري. او څوك د ډېر ناكاره عمر خوا ته ګرځول کیږي، تر څو چې په هر څه باندې له پوهېدو څخه وروسته بيا په هیڅ ونه پوهیږي. او ته وينې چې ځمکه وچه كلكه پرته ده، بيا چې په كوم ځاى کې موږ پر هغې باران و وروو، په ناڅاپي ډول وخوځيږي او ډډه شي او هر راز ښايسته ښېرازه نباتات را وټوکوي."

په پايله کې ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک دا پوښتنه چې سپيڅلي قران کريم يو ځای کې راغلی چې انسان له خاورو  او بل ځای کې ويل شوي چې انسان له نطفې پيدا شوی؛ کوم يو يې سم دی؟  داسې وايي: اوس وخت کې ساينس ثابته کړې ده، چې د انسان د وجود په ټولو برخو کې په ډېرې اندازې سره خاوره ده او په خپله نطفه يا سپرم هم په خپل جوړښت کې خاوره لري. قران کريم د دواړو ذکر شوی دی؛ په اصل کې انسان له خاورې جوړ دی او په حقيقت کې همدا وينه او نطفه خاوره ده چې د اوس وخت ساينس هم دا په ثبوت رسولې مساله ده.