
فارن پالېسۍ د افغانستان په اړه په يوې تازه مقالې کې لېکلي دي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ترکيه دا هوډ لري چې افغانستان کې خپل اغېز پياوړي کړي.
د دغه رسنۍ د مالوماتو پر بنسټ ترکيه پلان لري چې افغانستان کې د سولې پروسه کې اغېزمن رول ولوبوي او همدا ډول په ځيني برخو کې د افغانستان مالي ملاتړ او نورې همکاري تر سره کړي.
د فارن پالېسي په دې مقاله کې ترکيه د ايران، چين او روسيې په نوملړ کې ور زيات شوی هېواد دی چې غواړي د امريکا د بشپړو وتلو وروسته افغانستان کې خپل رول پراخه کړي او هلته نفوذ ولري.
دغه لېکنه کې د ترکيې رول د منځګړېتوب د رول په ډول ويل شوی دی او لېکل شوي دي چې ترکيې افغانستان کې خپل بهرنی سياست د طالبانو او حکومت ترمنځ د منځګړي په ډول ولوبوي او له دې لارې هلته پښې بند کړي.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپره شوي وو چې ترکيه غواړي چې د ناټو له ماموريت وروسته کابل کې د حامدکرزي د نړيوال هوايي ډګر مسووليت هم په بشپړ ډول واخلي او دا تشه ډکه کړي.