شیروان ودان په ۱۳۷۱ لمريز کال د خوست ولايت اسمعیل خېلو مندوزیو ولسوالۍ اړوند حیدرخېلو (ډاګو) نومي کلي په يوه متدينه، روشنفکره او متنفذه کورنۍ کې زيږيدلى دى.
د ارواښاد فیض محمد احمدزي زوى او د ارواښاد نېک محمد احمدزي لمسى دى. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د خوست ولایت د حیدرخيلو محمد صدیق روهي عالی لېسه او ثانوي زده کړې يې د خوست په شهید مطیع الله عالي لېسه کې سرته رسولې دي.
د ښوونځي له فراغت وروسته په ۱۳۹۲ کال کې د خوست ولایت شیخ زاید پوهنتون ژورنالېزم پوهنځۍ ته په لوړو نمرو بریالی؛ په ۱۳۹۶ لمریز کال په کدر کې فارغ التحصیل شو.
شير ودان هغه مهال چې د پوهتون محصل وو او بيا تر نن ورځې په علمي او تحليلي لېکنو کې يې هم لېوالتيا او هم د لاس بريا درلوده. نوموړي لا د ښوونځۍ دورې زده کوونکی وو، چې فکر او اند يې د خپل دور له کم عمره ځوانانو سره توپيري وو. توپيري په دې مانا چې ښاغلی ودان له ازادې مطالعې، په ځينو بنډارونو کې پر علمي مسايلو خبرې، مشاعرو او نورو ټولنيز او سياسي ناستو کې برخه اخېستله.
شېر ودان د ښوونځي په دورې کې هم ځينې لېکنې او کوچنۍ ژباړې کړې او بيا چې د محصلۍ دوره يې پيل کړه، دغه برخه يې د پښتو او انګلېسي ژبې د ژورو کتابونو او لېکنو په مطالعې پسې بډايه او غني کړه.
دی زده کړه يال وو، چې په رسنوالۍ او ليکوالۍ غبرگو ډگرونو کې یې خپلې وړتیاوې پر کار اچولې، له ورځپاڼو رانیولې، خوست کې د یون په نوم خصوصي راډیو، ولس غږ راډیو، زرغون تلویزون، روهي نيوز او تاند وېپاڼې پورې يې خپلو ازمېښتونو ته اوږه ورکړې ده/وه.
ودان د خپلې مورنۍ ژبې پښتو تر څنګ په دري او انګلیسي ژبو د پوره حاکمیت په درلودلو سره؛ د انګلیسي ژبې کالونه، کالونه استاد هم پاتې شوی دی.
ودان په خپل مسلک کې کالونه، کالونه تجروبه لري او د خوست ولایت په بیلابېلو غږیزو، انځوریزو رسنیو کې د نشراتو مدیر او ویاند په حیث سیاسي، ټولنیزې، پوهنیزې او تفریحو خپرونو ترڅنګ یې د ټولنې عامه ذهنیت د رغښت، د ټولنې د نظم، د ټولنې د سیاسي شعور د لوړتیا او د وګړو د سالم پوهاوي لپاره هلې ځلې کړې دي.
ودان د غږیزو او انځوریزو رسنیو ور اېخوا په مطبوعاتو کې هم په سلګونه ټولنیزې، سیاسي، علمي معلوماتي، لیکنې، مقالې او ژباړې خپرې کړې دي.
شېر ودان له تېرو شپږو کالونو راهيسې روهي رسنيز مرکز ته په بېلا بيلو برخو کې سیاسي، ټولنیزې، ژباړې او لېکنې لېږلې دي، چې د لوستونکو له ښه غبرګون سره مخ او په راتلونکې کې يې د دغه بهير دوام غوښتی دی.
روهي رسنيز مرکز د شېر ودان هڅې ستايې او هغه لېکنې/ژباړې چې تر اوسه په روهي کې نشر شوي دي، روهي پر بډايه او د روهي نيوز د مشرتابه غوښتنه او هيله دا ده چې نوموړی د خپلو نورو بوختياو ترڅنګ دا خدايي خدمتګاري هم داسې تانده وساتي او روهي سره خپله قلمي همکاري ولري.
وروستي