ګل پاڼې ددې پوښتنې په ځواب کې چې  افغانه ده او کنه؛ د نه ځواب يې ویلی

د پښتو وتلې سندرغاړې ګل پاڼې  له ډيوه راډيو پښتو وېب پاڼې سره په يوې پخوانۍ مرکه کړې او دا چې نوموړې افغان ده او کنه مالومات يې وړاندې کړيی دي.
 
له ګل پاڼې سره د مرکې پیل په دې شوی چې ګل پاڼې واده کړی او که نا؟
هغې یې په ځواب کې ویلي: "واده مې نه دی کړی، خو دا د قسمت خبره ده، چې کله نصیب وشو په هغه ورځ به مې واده شوی وي."
 
ګل پاڼې ویلي، چې دا له یوه داسې سړي سره خو بیخي واده نه کوي، چې بله ښځه ولري.
 
ګل پاڼې په سوشیالوجي کې د ماسټري تر ډیګري پورې زده کړې کړې دي. وايي، چې اوس په ایم فل لګیا ده.
 
هغې په دې مرکه ګڼو پوښتنو ته ځوابونه ویلي.
په وینا یې: "سندرو سره مې شوق وو ، یوه ورځ هسې د نورو ملګرو جینکو سره یوې سټوډیو ته لاړم هلته مې پخپل اواز یوه سندره ریکارډ کړه ، هغه بیا زما ملګرو ډیره خوښه کړه او بیا مې په لمړي ځل ددې سندرې نه دفن اغاز وکړو چې یه زما نادان ملنګه //یا زما پاګل ملنګه"
 
ګل پاڼه پر خپل قام او اولس ډیره مینه ده. وايي، چې په هر لمونځ کې دا دعا کوم چې خدایه پښتانه د جنګونو او بدامنۍ څخه بچ او د ښه تعلیم، ښه شعور، ښه صحت او سیال ژوند خاوندان یې کړي.
 
د ډيوه راډيو پښتو وېب پاڼې په حواله؛ د حضرت بلال پوښتنې په اړه ګل پاڼه افغانه ده او کنه؟ هغې یې په ځواب کې نه ویلي.
 
ګل پاڼې په پښتو، فارسي، اردو او عربۍ ژبه سندرې ویلي خو په خبره یې اوس په انګلسي ژبه هم د سندرو ویلو اراده لري.

يادونه: ګل پاڼې دا مرکه پخوا کړې ده او روهي نيوز هم خپره شوې وه.