د هندوستان بالېوډ سېنما مشهور لوبغاړی سلمان خان اوس مهال ۵۵ کلن دی. دی تر اوسه مجرد دی او واده يې نه دی کړی. سلمان خان د ښه شهرت څښتن دی، شمتني لري خو دا چې ولې يې تر اوسه واده نه دی کړی په اړه يې لاملونه شتون لري.
۱- سلمان خان په ۱۹۹۹ کال کې له هندۍ فلمي ادکارې آیشواریا رای سره مينه درلوده. د دوی مينه ناکامه شوه. د هندي رسنيو د مالوماتو پر بنسټ سلما خان زيات الکول څښل او له امله يې د آیشواریا رای پر وړاندې سلوک او رويه د يو عادي کس په ډول نه وه. دا لامل شو چې آیشواریا رای له سلمان خان ځان جدا کړي او مينه يې ناکامه شي. آیشواریا رای د سلمان خان لومړنۍ مينه وه چې ورته ونه رسېد.
۲- دی د خپلې کورنۍ له جوړښت خوښ نه وو. د نوموړي پلار سليم خان دوه وادونه درلودل. هه مهال چې د سلمان خان پلار سليم خان په ۱۹۸۰ کال کې د هيلين په نوم له يوې نڅاګرې سره دويم واده وکړ نو سلمان خان يې ناراخته کړ. که څه هم سلمان خان وروسته خپله کورنۍ بېرته خپله کړه خو هغه مهال چې د نوموړي د واده کولو وخت وو نو د کورنۍ سېسټم يې ګډوډ وو او د ده د واده پر وړاندې يې لار بند کړه.
۳- په ۲۰۱۷ کال کې د سلمان خان کوچني ورور ارباز خان خپلې ميرمنې ماليکه آرورا ته طلاق ورکړ. ماليکه آرورا او ارباز خان د واده ۱۹ کال تېر شوي وو. د دوی طلاق هم لامل شو چې سلمان خان پر ګډ يا د واده پر ژوند بې باوره او زړه ماتی شي.
۴- د سلمان خان په اړه ويل شوي دي چې د هندوستان د بالېوډ سېنما له ډېرۍ فلمي اداکارو سره د سلمان خان نيمګړې او پايله نه لرونکې مينې او اړيکې لامل شوې دي چې نور له ده سره څوګ د واده کولو زړه ښه نه کړي. هغه فلمي نجونو چې له سلمان خان سره يې یو وخت د مينې اړيکې درلودې د نوموړي له رويې او سلوک او د مينې په اړه له احساساتو خوښې نه دي.
۵- د پورته پېښو وروسته سلمان خان دوه کاله وړاندې په يوې مرکې ويلي وو، "سلمان خان د سلمان خان لپاره بس دی - All Salman needs is Salman". د نوموړي په وينا چې ده د واده په اړيکه باور له لاسه ورکړی دی او پرېکړه يې دا ده چې د ژوند تر وروستيو مجرد پاتې شي.
وروستي