له ډاکټر ذاکرنايک پوښته: کرونا ويروس د خدای (ج) عذاب دی او الله (ج) مونږ ته په غوسه شوی دی؟

د اسلامي نړۍ له ستر داعي او عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه پوښتنه شوې چې پر نړۍ خپاره شوې د کرونا ويروس په نوم وبا د الله ج له خوا پر انسانانو عذاب دی او الله ج انسانانو ته په غوسه شوی او کنه دا يو مرض او ناروغي ده چې الله ج له انسانانو په کې ازموينه اخلي؟ 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک يې په ځواب کې ويلي دي، "لومړی به دا ووايم چې هر مصيبت، فاجعه، بدبختي، وبا يا بله سختي؛ لکه ساري ناروغۍ، زلزله، توپان، باران، سيلابونه، سونامي او .... شونې ده چې دا ټول د خدای ج له خوا يو عذاب ووسي او يا هم د انسانانو لپاره په دې دنيا ازموينه."

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وايي چې انسان په خپله بايد په دې پوهه شي چې يو راغلی مصيبت د خدای ج عذاب دی او که له دوی څخه ازموينه. نوموړي زياتوي چې که چېرې يو مسلمان ښه کارونه کوي، پنځه وخت لمونځ کوي، حرام او ظلم نه کوي، د اسلام پنځه بناوې په ښه ډول سره عملي کوي، ګناهونو څخه يې ځان ساتلی وي او په نيغه يا صراط مستقيم باندې روان وي نو بيا د کرونا ويروس اوبا په څېر مصيبت د لوی خدای ج له خوا يوه ازموينه ده؛ پر انسانانو يې سختي را وستي چې مسلمان او انسان نور هم خدای ج ته ور نېږدې شي. په ورته وخت ځينو کسانو دا ډول مصيبتونه او وباوې د خدای ج قهر او عضب هم کېداشي. فکر ديی وشي، که چېرې د خدای ج او محمد ص له حکمونو سرغړونه کيږي، ګناهونه او ظلم کيږي او انسان په سمه او شرعي لار نه وي روان، نو بيا دا ډول وبا قهر اود خدای ج غضب هم دی. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک د رسول الله ص حديث وړاندې کړی، "بخاري شريف، ټوک شمېره اوومه، حديث شمېره ۵۷۳۴: الله ج په هغه کسانو  چا ته يې چې خوښه شي مصيبت او عذاب د سزا په ډول نازلوي.  هغه کسان چې تقوا لرونکي وي او د مصيبت له امله ورته سختي رسيږي، نو لوی خدای ج به يې هغه دنيا کې اجر او بدله ورکړي."

د اسلام دغه ستر عالم وايي چې زما په عقيده او باور اوس وخت کې نړۍ له خدای ج څخه لېرې روانه شوې ده. زنا، قتل، وژنې، له خدای ج څخه سرغړونې، ظلمونه، فحشا، بې حيايي، ګناهونه او نورې ناوړه چارې روانې دي او دا وايم چې کرونا وبا د لوی خدای  ج له خوا سزا او عذاب دی.