ادب او د انسان په ژوند یې اغېز

ادب د انسان له ژوند څخه وده کوي, د ژوند تر اغېزې لاندې او له ژوند څخه تغذیه کوي. په عموم کې ویلای شو چې هر هغه څه چې لیکلې بڼه ولري, ادب بلل کیږي. مګر کېدای شي دا د ادب لپاره یوه مبهمه تشرېح وي. په پراخه توګه ادب (Literature) کلمه موږ د دې لپاره کاروو, چې تخليقي لیکنو نه بیا تر تخنیکي یا ساینسي لیکنو پورې توضيح ورکړي, مګر دا اصطلاح عموماً د تخلیقي تصور, په شمول د ډرامې, مقالې, افسانې یا غیر افسانوي کیسو لپاره استعمالیږي. هر هغه کار یا هنر چې احساساتي منځپانګه ولري ادب دی. ادب د کلمو د لیکلو څرګندونه ده او ادب نظر نورو هنرونو ته متفاوت او څرګند دی. ادب د ځان لپاره کومه وسیله نه لري او ډير ډولونه د ادب شتون لري.

سره له دې, کوم تعریفونه چې پورته وشول, زه دا فکر کوم, چې کېدای شي ادب تر دې هم ورهاخوا وي او له لیدونکو څيزونو ډير وي. د دې په پولو کې موږ خپل ژوند, خپل دودونه, فرهنګ, ټولنیزې اړیکې, ملي یوالی او ډير نور څه تېر وو. د ادب کار دې حقیقت ښکارندویي د, یو د هنر تولید دی او یوې اډيالوژۍ ته د کړکۍ کا کوي. هر څه چې په یوه ټولنه کې پيښیږي, لیکل کېدای, ثبت کېدای او ولوستل شي د ادب له یوې برخې نه.

په هر صورت, که دا شعر وي یا  نثر ، ادب د هغه چا په اړه بصیرت ، پوهه ، عقل او احساس چمتو کوي, څوک چې پکې پوره برخه اخلي. زموږ ژوند د ادب په بڼه را څرګندیږي او د لغتونو یو جوړښت دی, کوم چې د انسانانو په تراژيد, هیلو او احساساتو باندې ولاړ دی. ادب نوي نسلونه هڅوي او معلومات رامنځته کوي. که څه هم ادب یو متحرک, نه ختمېدونکی او څو اړخیز دی. موږ د ادبیاتو په دې نړۍ کې ژوند کوو, چې زموږ له هرې موخې سره مرسته کوي. نن ورځ نړۍ تل بدلون مومي, مخکې ژوند د ټولو لپاره دومره ننګونکی نه ؤ. مګر اوس مهال ادب ډير څه ته وده ورکړې او د ډيرو خلکو په ذهنونو کې یې د تجسس, شاوخوا نړۍ د پوهېدو او انساني ذهن لپاره دروازه پرانیستې. ادب ډير مهم دی, ځکه چې ادب د انسانو ترمنځ د اړیکو وړتیا برابروي او دا ښکاره کوي, چې څه سم او څه غلط دي. ادب د ژوند یو اساس او بنسټ دی.ادب انسانانو ته د خوښيو او خفګان تمثیل کوي او دا ورښيي, چې څنګه باید ژوند وشي. د داسې څه لوستل چې لوستونکي ته د باور وړ وي, کېدای شي لوستونکي ته اخلاقي درس ورکړي او ښه کار ته یې وهڅوي. ادب موږ ته د ژوند کولو څرنګوالي ښوونه کوي او ادب د لوستونکو له لارې بېلابېلو ځایونو څخه لیدنه کوي ، پیښې تجربه کوي, ټولنه او د هغې چلند منعکس کوي. په تیرو پیړیو کې ادب د عکس العمل ډیر پراخه رول په غاړه درلود او ټولنه د دې لپاره چې انسان پخپله مطالعه وکړي او د ټولو خلکو لپاره عادي واقعیتونه درک کړي. د ادب مطالعه په تعلیم کې یو مهم جز دی ، ځکه چې دا زده کونکو ته دا ور زده کوي, چې خپل ځان وګوري. ادب خلکو ته اجازه ورکوي, چې د بل لید څخه د ژوند په اړه زده کړه وکړي.  د پیژندنې پر بنسټ ادب لوستونکو ته درس ورکوي, چې ژوند د نورو لپاره څنګه دی ، له دوی سره دا مرسته کوي, چې د دې خلکو درک او احترام وکړي. ادب داسې یو څه دی, چې له اسلام سره مستقیمه اړیکه لري. که پاک کتاب قرآن کریم ته وګورو, کیسې, د ژوند اصول, د هر چا مقام, وروسته له مرګه ژوند او آن د تېرو پيغمبرانو د ژوند کیسې پکې راوړل شوې دي, چې ادبیات هم له همدې موضوعاتو سره اړیکه نه بلکې همدې موضوعاتو ته ویل کیږي.

که څه هم موږ ادب یوازې د معنا له اړخه پيژنو, په حقیقت کې ادب یوه ډيره پراخه ساحه ده, کوم چې د انسانانو, حیواناتو او ټول کایناتو لپاره د ژوند کولو طریقه روښانه کوي.
پای