خدای څنګه موندلی شو؟

کېدای شي د دې پوښتنې په اورېدو مو ذهن ته دا خبره درلوېدلې وي چې ګواکې ما خدای موندلی او یا به فکر کوئ چې د خدای  موندل به ستونزمن وي خو دا قضاوت په تاسو پورې اړه لري چې د دې لیکنې له لوستو وروسته به پرېکړه وکړئ. 

د ټولو عقیده دا ده چې خدای منو، شک او شبهه په کې نه لرو ځکه هغه ذات شته او په هرشي حاکم دی. یعنې تر ټولو مهمه خبره داده چې موږ خدای منلی نو ځکه خدای موندلی هم شو او ممکن پیدا کول یې هم ستونزمن نه وي. 

اکثره خلک فکر کوي چې خدای په اسمان کې دی. کله چې له خدایه څوک څه غواړي اسمان ته یې سترګې وي او لاسونه به یې هم د همدې لپاره پرانیستې وي چې که ګوندې خدای یې غوښتنه ومني او لپه یې ور ډکه کړي خو دا کار موږ په بې شعورۍ کوو یا مو عادت ګرځېدلی چې لاسونه مو باید هغه ته خلاص وي او سترګې مو هم باید د اسمان په لوري وي ځکه د خدای په حضورولو باندې فکر کوو چې خدای قدرت دی، عظیم دی او لوی دی یعنې زموږ له پاسه دی. خو د ځینو بحثونو له مخې ارواح له خدای سره په اسمان کې لیدلي ځکه فکر کوي چې خدای اسمان کې ده. 

خو ګورو چې پایله د قناعت وړ نه ده. ورځ تر بلې له کړاو سره مخامخیږو او حتی ځینې خلک د خدای له دروازې ناهیلي شوي هم دي چې له همدې امله یې له هغه مخ اړولی، انسانان یې په خدایۍ منلي او یا یې د وخت او امکاناتو بندګي پيل کړې ده. 

چېرته چې موږ یو، هلته خدای دی. دومره مهم یو چې خدای زموږ لپاره هر ځای حضور لري. ممکن تاسو ووایئ چې دا د هغه مهرباني ده خو ما ځکه ځانونه مهم وښودل چې خدای نړۍ د انسانانو لپاره تسخیر کړې ده. د خدای او بنده مهموالی جلا بحث دی. 

که لېواله وه اوسو چې څنګه خدای پیدا کړو، پرې تکیه ولرو او حتی انډیوالي ورسره پخه کړو نو څو لارې دي چې خدای ته پرې رسېدلی شو یا که خدای مخامخ پیدا نه کړو خو له هغه سره په اړیکو لرلو به مطمئن شو: 
زما جبر نه خوښيږي، ورسره په عذابیږم خو ځینې قاعدې شته چې جبر ته ورته وي او مجبوروي دې چې له منلو سره، سره عمل پرې باید ولرې. 

هدف مې دا دی چې خدای پر موږ تپل شوی نه دی، یا راباندې جبر نه ده چې کله یې مجبوریت وبولو او کله یې نافرماني د جبر تر عنوان لاندې وکړو. هغه خالق ده، معلوم "عبادات" یې حق دی خو پيدا کول یې خواري غواړي ځکه فکر د هغه له تجسم کولو عاجز دی. مګر د هغه په بیا، بیا یادولو زړه ته ورو، ورو لویږي چې خدای ته د سړي نږديوالی کېږي. 

له هغو ثابتو خبرو تېرېږم چې اېمان پرې لرو ځکه د ثواب او ګناه د بحث په درشل کې خدای ورکېږي.

زړه په ثواب او ګناه پورې تړل موږ محدودوي خو پام ورته مهم دی ځکه هغه بنسټیزې لارې دي، پرېښودل یې سړی له اصلي لارې منحرفوي او حتی لادین کېدو ته یې هم رسوي خو زموږ دا بحث له دغو خبرو چې ګواکې لومړی به ټول قواعد عملي کوو او بیا به د زړه له لارې قناعت حاصلوو چې خدای چیرته دی، ایا پیدا کړی مو دی او لیده او کاته به ورسره څنګه کېږي؟ دې خبرو ته د ځواب موندلو په موخه فکر او عمل کوو او بلاخره یوې پایلې ته رسیږو. 

خدای د زړونو مالک هم دی او زړه بیا د انسان د تمرکز مهمه برخه ده. هغه پوهیږي چې ستا په زړه څه تېرېږي، یعنی څوک خدای نه شي تېر اېستلی چې عادت غوندې عبادت ورته وکړي یا خپلو غوښتنو ته د رسېدلو لپاره هڅه وکړي چې خدای په لمونځ او نور عباداتو وغلوي. مالک نه تېر اېستل کېږي بلکې د دې کار کولو لپاره د سړي زړه کې ابلیس ځان نغاړي ترڅو د خدای او بنده اړیکه زیانمنه کړي. 

د خدای لپاره سکون او یوازیتوب ته پناه وړل، د طبیعت په غېږه کې مستي کول او د شبګېرو اوښکې زړه نرموي، د خدای په مینه یې خړوبوي او دا اړیکه لا ټینګوي. کله، کله د خدای په خلقت کې په ساعتونو ورکېدل د سړي د خدای د شتون او نېږدیوالي احساس پیاوړي کوي. 

له هر شي سره چې  تاسو فکر کوئ، د انسان د تعامل پر مهال خدای حضور احساسول، یقین در پیدا کوي، عقل مو ډېروي او د منطق ځواک مو په پیاوړتیا راولي نو ځکه به ښه پرېکړه کوئ او خوښي به هم درته رسیږي. 

ډاډ مو په علتونو مه ویشئ چې یو شی باید حتما ستاسو د پاملرنې سبب وګرځي بلکې په خدای اېمان اساسي ډاډ دی، په همدې تمرکز وکړئ او وویاړئ چې د کائناتو له خالق سره مو انډیوالي ده نو ورسره کېنئ، جنجال مو ورسره را واخلئ، ګېلې هم ترې کولی شئ او غوښتنو ته خو مو ان خوشالیږي.

دا مرحله ځکه له باور ور اوړي چې تاسو د خدای لپاره په خلقت کې دومره غرقیږئ چې ممکن کله ناقراره شئ او هماغه ذات مو ځانته وغواړي. په چیغو، چیغو ورته وژاړئ ترڅو که سکون درکړل شي خو باور وکړئ دا ستاسو د ښه مقام ښکارندویه ده چې ورځ تر بلې به لا په ښه کېدو شئ.