دلوی احمدشاه دراني د وفات ۲۴۹ کالیزې ته په ارادت (ولې راجپوتان له لوی احمدشاه ابدالي سره ملګري شول؟ درېيمه او وروستۍ برخه)

د هندوستان په تاریخ اوفرهنګ کې دا خبره تل یادیږي، هغه ولسونه چې د کندهار او راجستان په سیمو کې له پخواژوند کوي دغه خلک په تاریخي لحاظ که د مذهب پوښتنه ورسره مطرح نه شي یو قوم او ولس دي، په دغه اړه د هندوستان نامتو لیکوال او څیړنکي ندوي دیوې ځانګړې نظریې خاوند دی او خپل نظر یې په ډیر وضاحت سره لیکلې دی چې:
 
« میرا ایک پرانا نظریه جواب تک مزید دلایل کا تشنه هی ، یه هی که هندستان کې راجپوت او افغانستان کې پټهان دونون ایک قوم هین ،ان مین سی جوهندوستان آکرهندوو مین شامل هوګیا، اس نې راجپوت نام پایا، اورجو ادهرره ګیې اوربعد کو اسلام سې مشرف هویې،وه پټهان کهی ګیې، یهان کې مختلف کوهستانی درون سې سلطان محمود اورسلطان شهاب الدین کې پرچموکې نیچی جوحمله آورهندوستان آیې وه هندوستان کې تاریخ کا نیا واقعه نه تها،بلکه انهین پرانی پټهانی مسلسل آمدون اور فوجی داخلون مین سې ایک داخله تها،جوهمیشه هندوستان مین هوتی رهتی تهې ، لیکن چونکه یه حمله آوراب بودهه دهرم کی نه تهې،بلکه مسلمان اور ایک قومی ومنظم حکومت کی ماتحت تهی،اس لیې  قدیم سې آیې هویي راجپوتون نې ان کو قدم قدم پرروکا.  مورخ مسعودی جس نې  سنه ۳۰۴ هـ کی پس وپیش مین اطراف سندهـ کا سفرکیا تها، وه قندهارکی ذکرمین لکتاهی ( القندهاریعرف ببلاد الرهبوط  (ص ۳۷۲ جلداول پیرس )  یعنې قندهار رهبوط (؟) کی ملک کی نام سی معروف هی »  مین رهبوط کورجپوت (راجپوت ) سمجتا هون،اس نی غالبآ سندهـ مین قندهارکي پټهانون کا نام « رجپوت » سنا هوګا،قندهار سند هـ کی خاتمه پرهی،دوسري طرف اګرپهاړ حائل نه هون،تو بنون(صوبه سرحد ) اور قندهار مین بهت کم مسافت ره جایی، اس کی بعد  وادی سندهـ اوردریای سندهـ سامنې آجاتې هی ، غالبآ یهی وجه هی، که قندهار کي حکمرانون نی سندهـ پربارها قبضه کیا هی »( سفرنامه  افغانستان ، مولانا سید سلیمان ندوی،اعظم ګړ۱۹۹۱ ص ۱۰۹
 
له همدغه تاریخي تړاوسره په څنګ اوس دغه ټکي ته راځوچې موږ ولې دراجپوتواولوی احمدشاه بابا اتحاد ته دیوه جدي تاریخي حقیقت په توګه نه دي کتلی اویا مونه دي لیکلی؟
 
زما په فکرداچې په دغه اړه ترډیروپورې زموږ لیکوال چپه خوله دي کیدای شي یولامل یې داوي چې زموږ ددغولیکوالولاس ته اسناد نه وي ورغلي، دا ستونزه په هندي سرچینوکې هم ترسترګوکیږي،هلته هم یوشمیرلیکوال چې دغه بحث ته راځي دچا خبره دوی هم ښوی ورباندې تیریږي اوپردغه ټکي باندې دیوه ژورتحقیق ترسره کیدوته ډیره زیاته پاملرنه نه کوي اونه یې کړی دی. هو، په دغه اړه داچلند تراوسه کیده خواوس یوشمیراسناد دا په ګوته کوي چې هندوستان ته دلوی احمدشاه ابدالي دبلنې خبره یوازې دهندوستان پرافغانانو – پښتنواومسلمانانوپورې تړلې خبره نه وه، لکه چې په تیروکرښوکې اشاره ورته وشوه، په هندوستان دمرهټه وودمظالموپه وړاندې یوپراخ ائتلاف چې په هغه کې دمذهب سوال هیڅ نه مطرح کیده رامنځ ته شوچې په پای کې دټولوچغې اوفریادونه دآسیاتریوازنۍ اولویې امپراتورۍ اودهغه په سرکې دآسیا دسترفاتح احمدشاه ابدالي ترغوږ و ورسیدل اودی یی هندوستان وروباله، په دغه اړه به هغه لیکنې چې دغرض له مخې په لویدیزاوختیزکې ترسره شوې یوې خواته پریږدو، یوازې دلته دهندوستان پریادوشویوځواکونوبرسیره د هندوستان یوبل لوی خواک چې (را جپوتان ) او د دوی نامتوراجا ګان مادوسینګ او وجی سینګ چې پرهغه مهال داودیپوراوجیپورراجاګان ووله لوی احمدشاه ابدالي سره په خورا میړانې سره ودریدل، (*) د دوی په اړه ترټولو مهمه اودپاملرنې وړیادونه داده چې دوی له مرهټه ووسره مخکې تردې چې لوی احمدشاه هندوستان ته ولاړشي دښمن وو، دغه دښمني له هغه مهاله راپیل شوې وه کله چې مرهټه وو پرراجستان باندې وحشیانه یرغل وکړ، هغه یرغل لکه چې پرته له هرډول لامله را جپوتانې ته وردغاړې شو:
“ Madho Singh I was at Udaipur when his stepbrother Ishwari Singh committed suicide. In January 1751, when about 4000 Marathas marched into Jaipur and started plundering the city causing a riot to break up, it was Madho Singh who patched the things up. He freed the Kachhawaha Kingdom from the Marathas, won several important battles and defeated the menacing Jat king Jawahir Singh, rewarding Holkar for his help in gaining the Jaipur throne by giving him the parganas of Rampura and Bhanpura in 1753. He also avenged his father by poisoning Raja Bakht Singh of Marwar who was considered invincible after the Battle of Gangwana.” (https://en.wikipedia.org/wiki/Madho_Singh_I)
دراجپوتانوله پاره دالوی ګواښ وچې باید دهغوغچ یي له مرهټه ووڅخه اخیستی وای،کله چې دراني پوځونه هندوستان ته ورسیدل پرهمدغه مهال مرهټه چارواکي پردې ښه پوهیدل چې نه راجا وجی سینګ اونه هم راجا مادوسنګ له دوی سره ملتیا ته تیاردي، سره له دې چې مرهټه ووهڅه وکړه چې له دوی سره دتیرپه هیرمعامله وکړي،خوراجپوتانوبیاهم پرجیپوراوراجستان باندې  دپورتنیوتیریواومظالموخبره له یاده ونه ایستله، وجی سینګ او مادو سینک  دواړوداسې یوه شیبه چې مرهټه په کې تباه اوبرباد شي له خدایه غوښته: «  ان تردې چې وجی سینګ خوخپل وکیل (برهت کرني دان) دخبروله پاره احمدشاه ابدالي  ته ورواستاوه اوهغه ته یی ډاډ ورکړچې دی دا ژمنه کوي چې دده په څنګ کې به له ده سره دریږي» 
 
https://shodhganga.inflibnet.ac.in/bitstream/10603/17666/8/08_chapter 2.pdf
له دغه ژمنې وروسته پروجی سینګ باندې دمرهټه اونورو ځواکونو فشارونه نورهم زیات شول ‎، خوسره له دې یي هم په ظاهري توګه له ابداليانوسره پرخپله ژمنه پاتې شواودپاني پټ په جګړه کې یې ځان ناپیلی ونیواوپه جګړه کې یې پرخه وانه خیسته. راجا مادوسینګ لاهم په حاشیه کې و،لکه چې یاده موکړه مرهټه پرراجپوتوباندې شکمن وو، ځکه چې راجپوتانوپردغه ټکي باوردرلود چې مرهته د درانيانوپه وړاندي دبري چانس نه لري، له همدې امله یی رډ بډ ځواب اوملاتړنه ورسره اغلاناوه، ددغه
--------------------------------------------
 (*) “The tow Rajput chiefs. Madho sing of Jaipur, and Bijay of Jodhpur, who were fed up with the extortions of the Marathas, put up by Najib Khan a against them. As the had extended  moral support to the Rohila Chief in  this struggle . the letter persuaded them to write letters of invitation to Ahmad sha abdali when he had already overrun the Punjab and was about to march upon Delhi  in December 1759…  Accordingly, Madho sing  sent a letter to Abdali through the agency of Najib, which was duly acknowledge by the invader through the same channel.  Ahmad Sha Abdali welcomed the cooptation extended to him by the Rajput Chief and advised him not to allow the Maratha to escape if they entered his territories.”   ( https //books. Google.ca)
کارپایله داشوه چې مرهټه ووتصمیم ونیو چې باید دراجپوتانوسره خبره ترابدالي دمخه پریوه خوا کړي ځکه خو: « هلکرد ۱۷۶۱ کال په نوامبرکې د(منګرول ) په جګړه دمادوسینګ پوځ ته ماته ورکړه ...» ( پورتنی ماخذ)
 
 په دغه کارسره دراجامادوسینګ اومرهټه وو، ترمنځ دباوراواعتماد پوله ګرد سره ورانه اوله منځه لاړه. په ۱۷۵۹ کې احمدشاه ابدالي مادوسینګ ته بلنه ورکړه څود مرهټه وو په وړاندې  له وجی سینګ سره مل شي، مادوسینګ همدغه موضوع بیا له (وجی) سینګ سره شریکه کړه، له چاسره چې لادمخه یې ابدالي ته خپل استازي وراستولی واوخپله ژمنه یی ورسره کړې وه،په دغه اړه هندي لیکوال بيپین آر. شاه دراجیستان درایل آرشیف دلوی احمدشاه دیوه لیک پربنسټ لیکي:
 “ Ahmad sha Durani (abadli) asked Mado Sing of Jaipur to join hands with Vijay Singh and stop the passage of the Marth  towads  Daccan and keep him informed of everything. He was assured that , Najib- u-dawala has impressed me of your Sincerity, fidelity and devotion and God willing, you will attain preeminence and distinction greater then the day of preceding of  Hindustan”  (Royal  Archive). 
 
را جا مادوسینګ کهچوا په دغه اړه دحالاتوتحلیل ته لږنورهم سترکې په لاره شو،څوچې ډیرزردا ورته څرګنده شوه چې احمدشاه ابدالي بریمن دی ځکه کوم ائتلاف چي له لوی احمدشاه سره اوس شوي و، کوم ځواکونه په تیره روهیله اوسیکان چې په ظاهراوباطن کې دده اصلي مرستندوی ول، هغوټولوپه خپله داښوده چې مرهټه دماتی په حال کې دي، دعه حالت ددې لامل شوچې مادوسینګ هم خپله کړې ژمنه لوی احمدشاه ابدالي ته ورولیږې:
“In fact, Madho Singh of Jaipur gave a written undertaking to Abdali that he would not help the Marathas. The Sikhs were also threatened by Abdali to prevent them sending supplies and military help to the Mughals.”   ( The Peshwas: Peak & Debacle (historyfiles.co.uk)
 
 په همدغه وخت کې دمرهټه وویوه مهم متحد راجا کیشاو راو،مرهټه بالاجي پیشوا ته یولیک ولیکه اوپه هغه کې یې له هرې خوا اوپه هرحساب مرهټه مات بللی ول اودایې په ګوته کړې وه چې له غره سره باید سرونه وهي،دجګړې پرځای باید دیوې بلې لارې په لټه کې شي دغه لیک چې ګنډا سینګ هم په خپل اثرکې خوندي کړې زه یې دلته انګریزي متن را اخلم په لاندې ډول
Letter of Raja Keshav Rao to Peshwa Balaji Rao about Afghans and Rohillas
 
)https://defence.pk/pdf/threads/letter-of-raja-keshav-rao-to-peshwa-balaji-rao-about-afghans-and-rohillas.342976/ (
دغه ټولې علامې وې چې هغوداڅرګندوله،چې مرهټه دبریالیتوب چانس نه لري،ځکه چې دهغوله مخې عملي دلایل هم په مورالی اوهم په جنګی لحاظ دمرهټه وو په ګټه نه وو. دلوی احمدشاه ابدالي درایت اوپوه په دې کې وه چې ده هندي ځواکونه مخکې له مخکې خپلې اتحادي کړۍ ته را وبلل، لیکوال جي ان سرکارپه دغه لړکې دراجپوتاني نامتوسردار مادوسینګ کهچوا ( ۱۷۲۸ – ۱۷۶۸ ) ته د احمدشاه دهغه لیک متن هم خپورکړي چې دهغه په ترڅ کې یې دپاني پټ دجګړې په اړه معلومات ورسره شریک کړي دي له دغه لیک څخه په ډاګه څرګندیږي چې راجپوتان په تمامه معناله احمدشاه ابدالي سره دمرهټه ووپه وړاندې په یوه سنګرکې دریدلي ول،چې دغه لیک یې ترټولوښه وڅرګند شاهد دی
 
" The flame of fighting blazed up and raged on all sides. The enemy too distinguished themselves and fought so well, that it was beyond the capacity of other races. Gradually the fighting passed from the exchange of cannon and rocketfire to the
 
discharge of muskets, from which it proceeded to the stage of combat with swords, daggers and knives. They grasped each other by the neck.
 
Those dauntless bloodshedders ( the Marathas) did not fall short in fighting and doing glorious deeds. Suddenly the breeze of victory began to blow and as willed by the Divine Lord the wretched Deccanis suffered utter defeat. Vishwasrao and the Bhau who had been fighting in front of my Wazir were slain and many other Sardars also on their
 
side fell. Ibrahim Khan Gardi and his brothers were captured wounded. Bapu Pandit (Hingne) was taken prisoner. Forty to fifty thousand troopers and infantry men of the enemy became as grass before our pitiless swords. It is not known whether Malhar and Janko have been slain or what else has happened to them. All the enemy's artillery, elephants and property have been seized by my men") This letter was published by J.N. Sarkar in the Modern Review, May, 1946)
 
پایــــــــــــــــــــله:
داوه دلوی احمدشاه بابا دیوه بل متحد په اړه لنډه یادونه، چې موږاوهرآسیایی اوسیدونکي پردغه ټکي قانع کوي چې که دده ارمانونه په رښتیني توګه عملي شوي وای، آسیا به کله هم دیرغلګرولویدیزوالو ښکیلاکي هدف نه وه شوې اواستعماربه هم کله هم دلته په سووکالونه خلک اوملتونه دخپلواستعماري غرضو په خاطرله خپلومادي اومعنوي حقوقوڅخه محروم کړي وای.
 
په هرډول، لوی احمدشاه بابا دافغانستان،هنداوآسیا دتاریخ د زرینوڅپرکو په ترڅ هغه سرلیک دی چې د ژونداوواکمنۍ په اړه یې ډیرڅه لاهم نا ویل شوي اونا څیړل شوي پاتې دي، په دغه اړه ډیرداسې حقایق تراوسه هم د رابرسیره کیدوانتظارباسي چې په یوشمیرآرشیفونوکې نا ویل شوي پراته دي، چې دهغود راټولو په خاطردافغانستان دحکومت اودولت هڅواوارادوته چي دیوه رښتیني افغاني سیاسي واک اوځواک استازیتوب وکړای شي اړتیاده، دایومقدس هڅون اوکاردی چې غلامانه ذهنیتونه هم په افغانستان اوهم له افغانستانه دباندې دهغو تحمل اوپه دغه اړه کارکولوته دارادې نیت نه لري.دهغې ورځې په هیله چې موږ دلوی احمدشاه ابدالي په اړه دهمدغو ناویلواسنادودوسیې راوسپړواودهغوپه رڼاکې دخپل دغه لوی آسیایی اتل څیره د آسیا دژغورندوي واکمن په توګه په خپلې ټولې صفایی سره ووینو، ویی لیکواوویی ستایو...
پای