خبریالان څنګه له تاوتریخوالي ځانونه ساتلی شي؟

د افغانستان په څېر یوه جنګ ځپلي هېواد کې په خبریالۍ کې کار کول له ستونزو ډک کار دی ځکه په جګړه کې ښکېل لوري هڅه کوي چې د رسنیو په ګډون هر موثر لوری د ځان په ګټه وڅرخوي له همدې امله ښکېل اړخونه له مختلفو لارو چارو ګټه اخلي ترڅو په یو نا یو ډول رسنۍ تر خپل اغیز لاندې راولي خو کله که څوک د دوی په وړاندې په داسې حساس وخت کې مبارزه کوي یا یې پر ضد دریږي نو هغوی حتما په نښه کوي او د له مځه وړلو هڅه به یې وکړي. 

زه غواړم په دې مقاله کې ځینو داسې ټکو ته اشاره وکړم چې که ورته پاملرنه وشي نو ممکن د خبریالانو ژوند ورسره نسبتاً مصوون شي. مخکې له دې چې د مصوونیت په ټکو خبرې وکړو، اړتیا ده ووایو چې ولې خبریالان او رسنۍ په نښه (ټارګیټ) کېږي؟
تر ټولو مهم لامل یې همدا دی چې د جګړې دواړه لوري غواړي له رسنیو څخه په ګټې اخیستنې خپلې شخصي ګټې په ولس ومني او له همدې لارې غواړي نفوذ لاسته راوړي خو رسنۍ او خبریالان د جګړه کوونکو دغه موخې ته نه تسلیمږي او مقاومت کوي ځکه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي موضوع پيښيږي.

بل لامل دا هم کېدای شي چې رسنۍ یا خبریالان د یوه لوري طرف واقع شي، لکه په وروستیو کې موږ د دې شاهدان و چې د افغانستان ملي امنیت ادارې او وسله والو طالبانو دواړو رسنیو او خبریانو ته خبرداری ورکړ چې طرف واقع نه شي کنه دوی به یې په نښه کړي.

دغه راز بل لامل دا دی چې د جګړیز بحران پر مهال ځینې رسنۍ د مافیا ملاتړ کوي یا هڅه کوي چې د هغوی کارونو ته براات ورکړي او داسي وښيي چې دوی له قانون سره سم مخته ځي خو په اصل کې داسې نه وي.

اصلا مهم بحث دا دی چې د دغسې موجوده وضیعت ته په کتو رسنۍ او خبریالان څنګه ځان ساتلی شي چې خپل مسوولیت هم په ښه توګه ترسره کړي او هم له ستونزو او ناوړه چلندونو ځان وساتي؟

•    تل مسلکي چلند مهم دی، که په هر حالت کې وي باید خبریال خپل هویت بدل نه کړي، تل باید خبریال وه اوسي او د حقیقتونو په پیدا کولو پسې فکر وکړي. کله چې کوم موضوعات خبریال تر پوښښ لاندې نیسي نو په بشپړ ډول یې باید په بې پلوه توګه تحقیق کړي. ځانګړي ملاحضات په نظر کې ونه نیسي او نه باید د سرچینو په ټاکلو کې بې غوري وکړي چې د ده او یا درسنیو د اړخ واقع کولو سبب وګرځي. د راپور تر خپرولو وروسته مخاطبین باید وپوهیږي چې رسنۍ دقیق کار کړی دی او غواړي چې ستونزه حل شي نه دا چې رسنۍ نور ستونزې را پیدا کړي او یا ښکېل لوري دا درک نه کړي چې رسنۍ یې پر ضد ده او د دوی د دوښمن/ رقیب ملاتړ کوي.

•    د جګړې پر مهال رسنۍ مسوولیت لري ترڅو داسې راپورونه خپاره کړي چې د جګړې مخنیوي او اوربند ټینګېدو باعث شي نه دا چې رسنۍ اور ته پکی ووهي او دوی/ رسنۍ خپلې سوداګري پسې پام وکړي. سمه ده چې رسنۍ سوداګرۍ لري خو د سوداګرۍ مانا به دا نه وي چې هېواد کې جګړې غزېدو ته زمینه برابره کړي او یا تاوتریخوالی ورځ تر بلې حاکم شي.

•    که د کومې ډلې له خوا خبریال برمته کېږي، نو خبریال دې واضح ووايي چې خبریال دی او د خپلو کړنو څو بېلګې دې وار له واره ورسره شریکه کړي، خو که کار یې واقعا د پام وړ وي او مسلکي چلند یې کړی نو ډېر ژر به یې ازاد کړي او ان مرسته به هم ورسره وکړي ځکه د انسان فطرت د حقایقو په وړاندې کمزروی کېږي او هېڅ ضمیر چاته دا اجازه نه ورکوي چې د ښو کارونو په وړاندې بیا هم سړی د یوه منحوس فکر له مخې خبریال ته ستونزه ورسوي.

•    خبریال یا رسنۍ دې هیڅکله له چا سره دا ژمنه نه کوي چې ګواکې د هغوی د ناحق کار په وړاندې به یې ملیتا وکړي بلکې لا یې باید وویروي چې د ده ناوړه ګټې اخیستنې په وړاندې ورسره نه یوازې همکاري نه شي کولی بلکې باید وې پوهوي چې هغه کار یې په خیر نه دی. که ملتیا یې وشي نو رسنۍ به سره له دې چې خپل باور وبایلي او ورو، ورو به په نښه هم شي.

•    له پېښو او مسایلو سره سرسري چلند په کار نه ده چې هر څه بابیزه وګڼل شي. په ځانګړي ډول په رسنیو کې کار کول په مسوولیت باید ترسره شي، که هر څه پېښيږي نو په وخت یې په تړاو وضاحت مهم دی چې خپور شي ترڅو خلک پوه شي چې د رسنیو موخه څه ده او ولې په داسې مسایلو کې کار کوي او اغیزمنتیا یې څنګه ده.

•    د خبریال لپاره یو بل ټکی چې ډېر مهم دی، د تبلیغاتو مخنیوي په وړاندې د دوی مبارزه ده چې نه باید د بل چا د تبلیغاتو ښکار شي یا یې تاثیر لاندې راشي او پر کار یې هم اغیز وکړي. دوی باید متوجه وي وي چې خپلو راپورونو کې نه باید په مستقیم او غیر مستقیم ډول تبلیغ وکړي کنه د جګړې لوري ډېرو نازکو مسایلو او ټکو ته متوجه وي، که هغوی معمولی شی هم پیدا کړي نو ممکن رسنۍ او خبریال ته سرخوږی پیدا کړي.

•    خبریالانو ته په کار ده چې خپل تعامل له مسلک سره وتړي که هغه له هر چا سره وي. په ځانګړي ډول روان بحراني حالاتو کې چې وسله وال هم د خپل قوت ښودلو لپاره لاس په کار دي او حکومت هم له رسنیو دا تمه لري چې د دوی په خوښه نشرات وکړي خو که خبریالان دا وضیعت درک کړي دوی باید یوه درېیمه ډله وه اوسي چې هغه منځنۍ او د حقایقو د پلټلو لاره ده؛ هماغه دې وڅاري او دواړه لوري باید په دلایلو چیلیج کړي چې رسنۍ او خبریال د هېچا پام نه ساتي بلکې دوی ځپل مسوولیت لري چې ريښتیني معلومات خلکو ته ورسوي.

•    ټولو ته اړینه ده چې د ځان ساتنې ټریننګونه وګوري، خصوصا د لاریونونو پوښښ کولو پرمهال خبریالان باید درک کړي چې له کومې زاویې کولی شي موضوع ریپورټ کړي. دغه راز د جګړې لومړۍ کرښې پرمهال یا د جنګ پر مهال ضروري ده چې د ځان ساتنې مسلکي ټکو ته پام وشي.

څنګه چې خبریالي یو مسلک دی، ارښتونه او معیارونه یې معلوم دي نو له همدې امله د بې پلوي، دقت او قوانینو ته په پام چلند ډير مهم دی چې نه یوازې باید د خلکو شخصیتونه ووژل شي بلکې د خلکو سوداګرۍ خرابول هم ځینې وخت له شخصیت وژلو ډير سخت وي ځکه افغانستان کې دخبریالانو په وړاندې تاوتریخوالیو پېښېدو ستر لامل هم همدا دی.